نن د زمري ۲۸ د افغانستان د خپلواکۍ دد ۹۵ کلیزې سره سمون خوري

96132
نن د زمري ۲۸ د افغانستان د خپلواکۍ دد ۹۵ کلیزې سره سمون خوري

نن د زمري د میاشتې ۲۸ چې د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې سره سمون خوري.
نن د افغانستان د خپلواکۍ ۹۵ کلیزه د ساده مراسمو په ترڅ کې د دفاع په وزارت کې د ولسمشر حامد کرزي په ګډون ولمانځل شوه .
پدې مراسمو کې د ولسمشر کرزي سربیره د کابینې وزیرانو، د بهرنیو هیوادونو استازو او یو زیات شمیر نورو چارواکیو ګډون کړی وو.
په مراسمو کې لومړی ولسمشر حامد کرزي د دفاع په وزارت کې د خپلواکۍ منارې ته د ګلانو ګیډۍ کیښوده .
ولسمشر حامد کرزي پدې مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې خپلواکي د افغانانو د فداکارۍ او شهامت په پایله کې ترلاسه شوې ده . دا خپلواکۍ د نیکونو نه موږ ته میراث پاتې دی او موږ ددې میراث نه تل دفاع وکړه او دفاع کوو.
ولسمشر کرزي وویل چې د افغانستان هرې کورنۍ د هیواد په لاره کې خپل یو یا دوه بچي فدا کړي دي چې د همدې فداکاریو له امله نن ورځ موږ خپلواکه یو. موږ ټول ددې فداکاریو پوروړي یو.
ولسمشر کرزي زیاته کړه چې د هیواد د خپلواکۍ په خاطر مو په ګډه مبارزه کړې ده او فداکاري مو کړې خو نن ددې وخت رارسیدلی دی چې په ګډه د هیواد د ترقۍ او پرمختګ په خاطر کار وکړو.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان ځوان شاه امیر امان الله خان په ۱۹۱۹ کال کې د انګلیسانو نه د هیواد خپلواکي ترلاسه کړه .
د یادولو وړ ده چې افغانستان د انګلستان نه د خپلواکۍ د لاسته راوړلو نه وروسته یو ځل بیا د پخواني شوروي لخوا اشغال شو چې افغانانو په ډیر شهامت او د ځان په وینو دا اشغالګر ځواکونه هم د هیواد نه وشړل .

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه