په لغمان کې چاودنې درې تنه پولیس مړه او ۴ تنه نور ټپیان کړل

90684
په لغمان کې  چاودنې درې تنه پولیس مړه او ۴ تنه نور ټپیان کړل

د افغانستان په ختیځ کې د لغمان په ولایت کې د پولیسو په موټر د چاودنې له امله لږ تر لږه درې تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی .
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن د سهار په ساعتونو کې د باد پخ په ولسوالۍ کې د پولیسو په موټر چاودنه وشوه چې له امله يي درې تنه پولیس مړه او ۴ تنه نور ټپیان شول.
پداسې حال چې تر اوسه پورې د برید مسولیت چا په غاړه ندی اخیستی خو د سیمې چارواکي د برید مسولیت په طالبانو اچوي .
د ویلو ده چې په افغانستان کې د بهرنیو او افغان ځواکونو پر وړاندې په ډیری بریدونو کې د سړک د غاړې د بمونو نه کار اخیستل کیږي.
طالبان د بهرنیو او افغان ځواکونو پر خلاف په بریدونو کې د سړک غاړې بمونو نه ډیر زیات کار اخلي .


پيوندونه:

اړوند خبرونه