په کابل کې چاودنې ۶ تنه ټپیان کړل
84219
د افغانستان پلازمینه کابل نن یو ځل بیا یوې زورورې چاودنې ولرزو. ویل کیږي چاودنه د کابل په ۱۲ ناحیه کې رامنځته شوې ده .
د کابل د امینې قومندانۍ د معلوماتو له په ۱۲ ناحیه کې په سړک کې د ځای په ځای شوي ماین له امله چاودنه رامنځته شوه چې ۶ تنه پکې ټپیان شوي دي .
د ټپیانو نه درې تنه د ملي اردو سرتیري او درې تنه هم ملکي وګړي دي .
د یادولو وړ ده چې پډې وروستیو کې په کابل کې ډیری چاودنې په یاده شوې سیمه کې رامنځته کیږي. د روژې په مبارکه میاشت کې هم په یاده شوې سیمه کې د ولسمشرۍ د ماڼې د مطبوعاتو د څانګې د کارکوونکو په موټر چاودنه شوې وه چې له امله يي دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی وو او ۵ تنه نور ټپیان شوي ول