ملي امنیت په لغمان کې  ۱۰۰۰ کیلوګرامه چاودیدونکي توکي ونیول

82073
ملي امنیت په لغمان کې  ۱۰۰۰ کیلوګرامه چاودیدونکي توکي ونیول

د افغانستان د ملي امنیت ادارې د لغمان په ولایت کې دوه تنه ترهګر د ۱۰۰۰ کیلوګرامه چاودیدونکو توکو سره نیولي دي .
د افغانستان د ملي امنیت ادارې د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د لغمان په ولایت کې دوه تنه ترهګر د زرو کیلوګرامه چاودیدونکو توکو سره چې په مازدا ډوله موټر کې په ډیرې ځیرکۍ سره ځای په ځای کړی ول ونیول.
نوموړو دوو تنو دا چاودیدونکي توکي د ډیورنډ د کرښې د پورې غاړې نه راوړي ول او غوښتل يې چې د لغمان په ولایت کې ترینه په ورانکارانه او ترهګریزو بریدونو کې کار واخلي.
په خبر پاڼه کې راغلي دي چې نوموړو دوو تنو غوښتل چې چاودیدونکي توکي د لغمان قرغه يي او نورو ولسوالیو ته انتقال کړي .
همداشان د ملي امنیت ادارې د هیواد په شمال کې د سرپل په ولایت کې هم د دوو تنو ترهګرو سره د ۴ کړۍ ماینونو ، درې د راکټ مرمیو او عسکري یونیفورم سره نیولي دي .
نوموړو ترهګرو هم غوښتل چې د ماینونه په ورانکارانه فعالیتونو کې کار واخلي چې له نیکه مرغه خپلو شومو موخو ته د رسیدو نه مښکې د ملي امنیت د کارکوونکو لخوا ونیول شول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه