په هرات کې د ولایتي شورا نوماند د دوو ځامنو  سره یو ځای ووژل شو

80215
په هرات کې د ولایتي شورا نوماند د دوو ځامنو  سره یو ځای ووژل شو

د افغانستان د هرات په ولایت کې د ولایتي شورا یو تن نوماند عبدالشکور ریبات میرزايي د نامعلومو وسله والو لخوا ووژل شو.
د هرات د پولیسو ویاند عبدالروف احمدي د اناتولیا خبري اژانس ته وویل چې د نامعلومو وسله والو کسانو د هرات د ګذاره په ولسوالۍ کې په میرزايي د خپل کور ترڅنګ برید وکړ چې په پیښه کې میرزايي او یو زوی يي ژوند د لاسه ورکړی دی.
روف احمدي وویل چې د برید مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی او د پيښې په اړه څيړنې پيل شوي دي .
د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د روان کال د اپریل په ۵ نیټه د ولسمشرۍ د ټاکنو سره سم د ولایتي شورا ټاکنې هم ترسره شوې چې اوسه پورې پایلې اعلان شوي ندي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه