د عبدالله عبدالله د څارونکو نه پرته د رای شمیرنې بهیر پیل شو

په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د ترسره کیدو نه وروسته له سره د رای شمیرې او تفتیش بهیر د عبدالله عبدالله د څارونکو نه پرته له سره پيل شو.

96440
د عبدالله عبدالله د څارونکو نه پرته د رای شمیرنې بهیر پیل شو

په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د ترسره کیدو نه وروسته له سره د رای شمیرې او تفتیش بهیر د عبدالله عبدالله د څارونکو نه پرته له سره پيل شو.
د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د جون په ۱۴ نیټه د ولسمشرۍ د ټاکنو د دویم پړاو د ترسره کیدو نه وروسته د نوماندانو نه عبدالله عبدالله په ټاکنو کې د پراخه درغلیو ادعا وکړه او د رایو د بیا شمیرنې او تفتیش غوښتنه يي وکړه .
د یادولو وړ ده چې د رای شمیرنې لړۍ د پیلیدو نه راپدیخوا څو ځلې د نوماندانو د اعتراضونو له امله وځنډول شوه چې دا ځل د عبدالله عبدالله د څارونکو نه پرته د رای شمیرنې بهیر پيل شو. د رای شمیرنې او تفتیش بهیر د ملګروملتونو ، ټولټاکنو خپلواک کمیسیون او د اشرف غني احمد زي د څارونکو لخوا څارل کیږي.
د بله پلوه د عبدالله عبدالله یو تن ویاند مجیب الرحمان رحیمی ویلي دي چې د ناپاکو رایو د اپطالولو په خاطر د ملګروملتونو او په کابل کې د امریکا د سفارت د چارواکیو سره مذاکراتو ته دوام ورکوو.
نوموړي وویل که چیرې غوښتنې ومنل شي د رای شمیرنې په بهیر کې به ګډون وکړي.
د بله پلوه په افغانستان کې د ملګروملتونو استازي او د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې د ناپاکو رایو د اپطالولو په خاطر ټاکل شوی اساس د دواړو نوماندانو په تفاهم سره ټاکل شوی دی چې اوس پکې هیڅډول بدلون د امکان وړ ندی.
د افغانستان د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور خبري رسنیو ته ویلي دي چې د عبدالله عبدالله څارونکو پرته د هیڅډول خنډ او بهانې د رای شمیرنې په بهیر کې د ګډون نه ډډه کړې ده چې اوس ددوي پرته د رای شمیرنې بهیر دوام لري. نور محمد نور وویل چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دروازې تل ددوي پر مخ پرانیستي دي او کله چې وغواړي چې به بهیر کې ګډون کولی شي.
نور زیاته کړه دا چې د رایې د نړۍوالو ناظرینونو او ملګروملتونو د استازو په حضور کې شمیرل کیږي د همدې امله د اعتبار وړ دي او څوک پرې د نیوکې حق نلري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه