په نورستان کې په نښتو کې ۲۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ
د افغانستان د نورستان په ولایت کې طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځه په نښته کې ۲۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
76726
د افغانستان د نورستان په ولایت کې طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځه په نښته کې ۲۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وویل چې تیره شپه په لسګونو تنو طالبانو د برګمټال په ولسوالۍ کې د پولیسو په مرکزونو بریدونه وکړل چې وروسته د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځه نښته پيل شوه.
په نښته کې ۱۵ تنو طالب اورپکو ، ۷ تنو ملکي وګړو او ۴ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د بله پلوه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د نورستان د والي څرګندونو رد کړي دي او په نښته کې د لسګونو تنو افغان پولیسو د وژل کیدو ادعا کړې ده .