په افغانستان کې د رای شمیرنې تفتیش یو ځل بیا وځنډید

77081
په  افغانستان کې د رای شمیرنې تفتیش یو ځل بیا وځنډید

په افغانستان کې د ولسمشرۍ د دویم پړاو د رایو د تفتیش بهیر یو ځل بیا وځڼدید.
د افغانستان د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون ریس یوسف نورستاني د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړې استازي جان کوبیس سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې رایو د شمیرنې د تفتیش بهیر وځنډید چې پام کې ده یو ځل بیا پيل شي.
د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې د عبدالله عبدالله ناظرینو د رای شمیرنې د تفتیش په بهیر کې د ګډون نه ډډه کړې ده او تفتیش د ۲۴ ساعتونو لپاره وځنډید.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې د رای شمیرنې تفتیش به ددینه وروسته ونه ځنډول شي. دا ځل عبدالله عبدالله د ناپاکو رایو د اپطالولو په خاطر د ملګروملتونو او ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا ټاکل شوي اساسات ندي منلي چې د همدې امله د عبدالله عبدالله ناظرینو د تفتیش په بهیر کې د ګډون نه ډډه کړې ده .
د بله پلوه د عبدالله عبدالله ویاند فاضل سنچارکي ویلي دي چې په ټاکل شوو اساساتو کې زموږ غوښتنې هم باید په نظر کې ونیول شي چې پدې اړه خبرې روانې دي او په تفتیش کې به ګډون وکړي.
د یادولو وړ ده چې د ټاکنو د دویم پړاو د رای شمیرنې تفتیش د اختر نه مښکې هم ځنډول شوی وو چې دادې یو ځل بیا د ۲۴ ساعتونو لپاره وځنډید.
د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ د دویم پړاو د ابتدایي پایلو د اعلانیدو نه وروسته د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله په ټاکنو کې د پراخه درغلیو د ترسره کیدو ادعا وکړه او د ټاکنو د خپلواک کمیسیونونو سره يي اړیکې پرې کړې.
همداشان وروسته د عبدالله عبدالله پلویانو مظاهرې پيل کړې چې دا مظاهرې کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د راتګ او د نوماندانو ترمنځه د منځګړتوب او د نوماندانو ترمنځه د تفاهم نه وروسته پایته ورسیدې.


پيوندونه:

اړوند خبرونه