د طالبانو پر خلاف په عملیاتو کې ۲۹ تنه طالبان وژل شول

77079
 د طالبانو پر خلاف په عملیاتو کې ۲۹ تنه طالبان وژل شول

د افغانستان په یو زیات شمیر ولایتونو کې د طالبانو پر خلاف په روانو عملیاتو کې د ۲۹ تنو طالب اورپکو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی .
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د افغانستان د ننګرهار، خوست او سرپل په ولایتونو کې د طالبانو پر خلاف په ترسره شوو عملیاتو کې ۲۹ تنه طالب اورپکي وژل شوي دي .
په خبر پاڼه کې د یو څو تنو طالب اورپکو د ټپي کیدو نه هم خبر ورکړی دی .
په عملیاتو کې د ۴ تنو طالب اورپکو د ژوندي نیول کیدو سربیره د یو زیات شمیر وسلو او مهماتو د نیول کیدو نه خبر ورکړ شوی دی .
په عملیاتو کې د یادو شوو ولایتونو په مربوطاتو کې د یو زیات شمیر ماینونو د کشف او شنډولو نه خبر ورکړ شوی دی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه