په بدخشان کې په نښتو کې ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ

67429
په بدخشان کې په نښتو کې ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ

د افغانستان په شمال کې د بدخشان ولایت د جرم په والسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځه په نښته کې اتو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .
د بدخشان د والي ویاند احمد نوید فروتن د اناتولیا خبري اژانس ته وویل چې د جرم په ولسوالۍ کې په امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د طالبانو لخوا برید وشو چې وروسته نښته پیل شوه .
په نښته کې پنځه تنه طالبان جنګالي او درې تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
نوموړي زیاته کړه چې په وژل شوو کسانو کې د بدخشان لپاره د طالبانو لخوا ټاکل شوی والي ملا فخرالدین هم وژل شوی دی .
فروتن وویل چې په نښه کې ۶ تنه طالبان، دوه تنه پولیس او یو تن هم ملکي وګړی ټپیان شوي دي .
په وژل شوو طالبانو کې یو تن د تاجکستان وګړی دی .
د بله پلوه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا پدې نښته کې د امنیتي ځواکونو د دوو ټانکونو د منځه وړولو ادعا کړې ده .
پداسې حال کې چې د بدخشان په ولایت کې د یوې میاشتې راهیسې د طالبانو پر خلاف چاڼیز عملیات دوام لري طالبان هم وخت نا وخته په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.
درې ورځې وړاندې طالبانو د اشکمش په ولسوالۍ کې په یو برید کې د اشکمش د ۷ غنډ قومندان سره دریو تنو ساتونکو وواژه.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه