په هرات او بلخ کې ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ

طالبانو د افغانستان په هرات او بلخ ولایتونو کې په جلا جلا بریدونو کې ۷ تنه ووژل .

124789
په هرات او بلخ کې ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ

طالبانو د افغانستان په هرات او بلخ ولایتونو کې په جلا جلا بریدونو کې ۷ تنه ووژل .
د افغانستان د هرات په ولایت کې د ماین پاکۍ په کارکوونکو وسله وال برید شوی دی.
په برید کې ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی او درې تنه د وسله والو کسانو لخوا یرغمل شوي دي.
همداشان د افغانستان په شمال کې د مزار شریف ولایت د بلخ په ولسوالۍ کې د ګازو په یوې ډله کې د ځای په ځای شوو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله یو تن مړ او تن ټپی شوی دی .
د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د دویم پړاو د لومړنیو پایلو د اعلانیدو نه وروسته د عبدالله عبدالله د پلویانو لخوا مظاهرې دوام لري. همداشان په افغانستان کې د ټاکنو ناندریو طالبانو ته د لا زیاتو بریدونو په خاطر یو ښه فرصت وړاندې کړی دی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه