اوباما د عبدالله عبدالله او اشرف غني  سره ټیلیفوني خبرې وکړې

122714
اوباما د عبدالله عبدالله او اشرف غني  سره ټیلیفوني خبرې وکړې

په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د دویم پړاو د لومړنیو پایلو د اعلانیدو نه وروسته پيل شوې بحران دوام لري.
تیره ورځ د عبدالله عبدالله او پلویانو يي د ټاکنو د دویم پړاو د پایلو په اړه سخت غبرګون وښود او په لاریونونو يي لاس پورې کړی دی .
د بله پلوه د امریکا ولسمشر بارک اوباما بیا ددې ستونزو د حل په خاطر د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمد زي سره د ټيلیفون په کرښه خبرې کړي دي .
د سپینې ماڼې ویلي دي چې ولسمشر اوباما پرون د عبدالله عبدالله او نن د اشرف غني احمد زي سره د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې. ولسمشر اوباما دواړو نوماندانو سره په ټیلیفوني خبرو کې په دواړو د اعتدال غږ کړی او دواړه يي سیاسي ډیالوګ او روغې جوړې ته رابللي دي.
اوباما ویلي دي چې امریکا په افغانستان کې د رڼو او د خلکو د اعتماد وړ ټاکنو بهیر په خاطر د درغلیو په اړه د شوو معقولو ادعاګانو د څیړولو تمه کوي.
اوباما په دواړو نوماندانو غږ کړی دی چې د هیواد ملي یووالي ته د زیان رسوونکو ګامونو او اقداماتو نه ډډه وکړي او د هیواد د روښانه راتلونکي لپاره په ګډه په یو حل لارې خبرې وکړي.
اوباما خبرداری ورکړی چې په هیواد کې شدت ته مخه کول او یا هم د اساسي قانون سره په ټکر کې د ګامونو پورته کول هیڅډول کوم معقول سبب نلري او دا ډول اقدامات د افغانستان سره د امریکا د مرستو بهیر ته زیان رسوي.
سپینې ماڼې ویلي دي اوباما ددې خبرې په ټینګار ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر جان کیري به د دواړو نوماندانو او ولسمشر حامد کرزي سره د تماس په حال کې وي او په راتلونکو ورځو کې به د سیمې نه لیدنه وکړي.
د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو په لومړني پړاو کې عبدالله عبدالله د ۴۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره په لومړني او اشرف غني احمد زي د ۳۲ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره په دویم کتار کې ځای درلود.
همداشان د ټاکنو په دویم پړاو کې چې لومړنۍ پایلې دوه ورځې وړاندې اعلان شوې اشرف غني احمد زي د ۵۶ عشاریه ۴۴ سلنې رایو په ترلاسه کولو سره په لومړي او عبدالله عبدالله د ۴۳ عشاریه ۵۶ رایو په ترلاسه کولو سره په دویم کتار کې ځای ونیو.
په افغانستان کې د ټاکنو د دویم پړاو د ترسره کیدو نه سمدلاسه وروسته عبدالله عبدالله په ټاکنو کې د پراخو درغلیو د ترسره کیدو ادعا وکړه او وروسته يي د ټاکنیزو کمیسیونونو سره اړیکې پرې کړې.


پيوندونه:

اړوند خبرونه