په هرات او بدخشان کې ۲۰ تنه طالبان وژل شوي دي

د افغانستان په بدخشان او هرات ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځه په نښته کې ۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .

118583
په هرات او بدخشان کې ۲۰ تنه طالبان وژل شوي دي

د افغانستان په بدخشان او هرات ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځه په نښته کې ۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .
د بدخشان د والي ویاند احمد نوید فروتن خبري رسنیو ته وویل چې په یاد شوی ولایت کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځه په نښته کې چې شاوخوا ۶ ساعته يي دوام پيدا کړ ۱۴ تنه طالب اورپکي ووژل شول.
نوموړي زیاته کړه چې پدې نښته کې ۱۲ تنه طالب جنګیالي ټپیان شوي دي . فروتن وویل چې په وژل شوو طالبانو کې دوه تنه يي بهرنیان دي .
د بله پلوه د هرات د پولیسو ویاند عبدالروف احمدي هم د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځه د نښتې نه خبر ورکړی دی .
احمدي وویل چې د هرات د اوبا د ولسوالۍ د دوغي په سیمه کې طالبانو د پولیسو په یوې پوستې برید وکړ چې وروسته نښته پيل شوه .
په نښته کې ۶ تنه طالب جنګیالي وژل شوي دي .
احمدي وویل چې پدې نښته کې ۵ تنه طالبان او دوه تنه افغان پولیس ټپیان شوي دي .


پيوندونه:

اړوند خبرونه