د کابل په هوايي ډګر راکټي بریدونه وشول
115932
د افغانستان په پلازمینه کابل کې په هوايي ډګر راکټي بریدونه وشول
په لومړنیو معلوماتو کې ویل شوي دي چې په نوموړو بریدونو کې د هوايي ډګر په دوو انګارونو کې اورلګیدنه پيل شوې ده.
د بله پلوه طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د بریدونو مسولیت منلی او ادعا کړې چې په هوايي ډګر د دریو راکټي بریدونو په لړ کې افغان ځواکونو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
خو افغان چارواکیو بیا د ځاني زیانونو خبر رد کړی او ویلي دي چې په بریدونو کې هوايي ډګر یوې برخې ته مالي زیان اوښتی دی.