په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو نه وروسته پيل شوی بحران دوام ل

د ولسمشرۍ د نوماندانو عبدالله عبدالله ادعا کوي چې په ټاکنو کې درغلۍ شوي دي او د ټاکنو پایلې دده لپاره د منلو وړ ندي.

108127
په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو نه وروسته پيل شوی بحران دوام ل

په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو نه وروسته پيل شوی بحران دوام لري. د ولسمشرۍ د نوماندانو عبدالله عبدالله ادعا کوي چې په ټاکنو کې درغلۍ شوي دي او د ټاکنو پایلې دده لپاره د منلو وړ ندي.
همداشان په افغانستان کې یو ځل بیا د نارامیو په اړه اندیښنې شتون لري. د بله پلوه د ولسمشرۍ د نوماندانو اشرف غني احمدي په عبدالله عبدالله غږ کړی چې د خلکو انتخاب ته درناوي وکړي او د ټاکنو پایلې ومني.
د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو دویم پړاو د جون په ۱۴ نیټه ترسره شو. په دویم پړاو کې د وړاند وینو له مخې اشرف غني احمدزی د عبدالله عبدالله نه ډیر زیات مښکی دی.
د ټاکنو په لومړني پړاو کې بیا عبدالله عبدالله ۴۵ سلنه او اشرف غني احمد زي ۳۲ سلنه رایې ترلاسه کړې وې. سره ددې چې د ټاکنو رسمي پایلې اعلان شوي ندي خو ویل کیږي چې اشرف غني احمد زي د عبدالله عبدالله نه شاوخوا یو میلیون رایې ډیرې ترلاسه کړي دي .
د بله پلوه عبدالله عبدالله ادعا کوي چې د ټاکنو په دویم پړاو کې د اشرف غني احمد زي په ګټه درغلۍ شوي دي .
عبدالله عبدالله یو څه موده وړاندې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء د ریس تیلیفوني خبرې چې ګواکې د یو خاص نوماند په ګټه يي د صندوقونو د ډکولو هدایت ورکړی وو خپرې کړې .
همداشان اشرف غني احمدزي بیا د عبدالله عبدالله دا ادعاګانې په کلکه توګه رد کړي دي او ویلي دي چې دوی د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارلانشاء د ریس سره پرته د ټاکنو د کمیسیون نه نورې کومې خاصې اړیکې نلري.
په پام کې ده چې د ټاکنو پایلې د جولای په میاشت کې اعلان شي. د ټاکنو د پایلو د اعلانیدو نه وروسته په هیواد کې د ستونزو د پیدا کیدو له امله اندیښنې شتون لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه