د افغانستان په سویل کې طالبانو د ناټو سرتیری وژلی

107479
د افغانستان په سویل کې طالبانو د ناټو سرتیری  وژلی

د افغانستان په سویل کې د ناټو یو تن سرتیري ژوند د لاسه ورکړی دی . په افغانستان کې د میشتو ناټو ځواکونو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې تیره ورځ د هیواد په سویل کې ددوې یو تن سرتیري د طالبانو په برید کې ووژل شو.
د ناټو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د سرتیري د هویت او د پیښې په اړه د ډیرو جزیاتو ورکولو نه ډډه شوې ده .
د ویلو ده چې په روانه میلادي میاشت کې د وژل شوو ناټو سرتیري شمیره ۱۱ تنو ته لوړه شوه. همداشان په روان کال کې بیا تر اوسه پورې ۴۰ تنه د ناټو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی چې ۲۹ تنه يي امریکايي سرتیري دي.
ناټو د روان میلادي کال په پای کې د افغانستان نه خپل ټول ځواکونه وباسي . ناټو به د روان کال په پای کې په افغانستان کې ټولې امنیتي چارې په کامله توګه افغان ځواکونو ته وسپاري.
د بله پلوه د وړي د راتګ سره طالبانو د افغان او بهرنیو ځواکونو پر خلاف بریدونو کچه لوړه کړې ده .
د ویلو ده چې د افغانستان د هلمند په ولایت کې شاوخوا ۸۰۰ تنو طالبانو د سنګین د ولسوالۍ د نیولو په خاطر په بریدونو پيل کړی دی . په سنګین ولسوالۍ کې د څو ورځو راهیسې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځه سخته نښته دوام لري.
په تیرو څلورو ورځو کې د نښتو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی چې ۳۵ تنه يي ملکي وګړي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه