نامعلومو وسله والو د قندهار د پوهنتون ۲۵ تنه استادان وتښتول

89377
نامعلومو وسله والو د قندهار د پوهنتون ۲۵ تنه استادان وتښتول

د افغانستان د قندهار د پوهنتون ۲۵ تنه استادان د نامعلومو وسله والو کسانو لخوا تښتول شوي دي .
د قندهار د والي ویاند د پیښې پخلی وکړ او وویل چې د قندهار د پوهنتون ۲۵ تنه استادان نن د قندهار کابل په لویه لاره کې د غزنې ولایت په مربوطاتو د قره باغ په ولسوالۍ کې د وسله والو لخوا د موټر نه ښکته کړی شوي او د ځان سره بیول شوي دي .
ویاند زیاته کړه چې استادان د کابل په لورې روان وو چې د وسله والو کسانو لخوا وتښتول شول.
ویل کیږي وسله والو د استادانو له جمع د یو تن د ټپي کولو نه وروسته ۲۵ تنه نور له ځانونو سره بیولي دي .
د بله پلوه د قندهار د پوهنتون ریس حضرت میر توتاخیل وویل چې یادو شوو استادانو کابل ته سفر کولو چې په لاره کې د نامعلومو وسله والو کسانو لخوا وتښول شول.
د نوموړې پیښې مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی. طالبانو هم د مسلې اړوند څه ندي ویلي .
دا لومړی ځل دی چې وسله وال په ډله ییز توګه استادان تښتوي.



پيوندونه:

اړوند خبرونه