ترکیه په کابل کې د پل سوخته دارلاامان ترمنځه سړک بخوي

86070
ترکیه په کابل کې د پل سوخته دارلاامان ترمنځه سړک بخوي

ترکیه د افغانستان د بیارغونې په برخه کې مرستو ته دوام ورکوي.
د ترکیې د همکاریو او همغږۍ ادارې تیکا په کابل کې د پل سوخته او دارلاامان ترمنځه د لوی سړک د جوړولو چارې پیل کړي دي . په پام کې ده چې ددې سړک د پخیدو چارې د کوچني اختر نه وروسته پایته ورسیږي.
په کابل کې د تیکا مسول سلیمان شاهین د اناتولیا خبري اژانس ته وویل چې د افغانتسان د بیارغونې په برخه کې ترکیه خپل مسولیت ادا کوي او د ورور هیواد سره مرستو ته دوام ورکوي. نوموړي وویل چې تیکا په کابل کې د میرویس میدان د څلور لارې نه چې یو هوايي پل پکې هم جوړ شوی دی تر حربي ښوونځي او تر دارلاامان او ولسي جرګې تر نوې ودانۍ پورې دا سړک په مدرنه توګه پخوي. نوموړي وویل چې دا سړک اته شریده چې څلور د تلو او څلور د راتلو دي په پراخوالي سره جوړیږي.
نوموړي زیاته کړه چې د ۴ نیم کیلومتره په اوږدوالي دا سړک د لس میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت جوړیږي. دا سړک ۶۰ متره سور لري. د سړک په اوږدو کې به لیډ برښنا سیستم هم نصب کړی شي.
دا سړک به د کابل د ټرافیکو د ستونزې په اواري کې یو اندازه مرسته وکړي.
شاهین وویل چې چارې په چټکۍ سره دوام لري او د نوموړي سړک د جوړولو چارې د خلاصیدو په درشل کې قرار لري . همداشان د سړک د قیرریزۍ چارې به هر څه ژر پیل شي. د سړک دواړو خواوو ته به د پلو خلکو لپاره لارې جوړې شي او د سړک دواړه خواوو ته به ونې او ګلان هم وکرل شي.
ویل کیږي د سړک دواړو خواوو او په وسطي ګلدانونو کې جمعآ ۳۵ زره نیالګي وکرل شي.

 

 

 

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه