په غزني کې چاودنې درې تنه پولیس ووژل

271592
په غزني کې چاودنې درې تنه پولیس ووژل

د افغانستان د غزنې په ولایت کې د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې د وغاز د ولسوالۍ د امنیې قومندان په ګدون درې تنه پولیس ووژل.
د وغاز ولسوال عبدالعظیم فاروقي خبري رسنیو ته ویلي دي چې د امنیې قومندان محمد قسیم چې د تصفیوي عملیاتو ته د راستنیدو په حال کې وو په موټر يی چاودنه وشوه . په چاودنه کې قسیم او دوه تنو نورو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د یادولو وړ ده چې نن د سهار په ساعتونو کې په پلازمینه کابل کې هم د پولیسو په یو موټر چاودنه وشوه چې له امله يي یو تن مړ او ۷ تنه نور ټپیان شول.
همداشان تیره ورځ هم د فاریاب په ولایت میمنه کې په یو مارکیټ کې چاودنه وشوه چې له امله يی درې تنه ملکي وګړي مړه او ۱۲ تنه نور ټپیان شول.



پيوندونه:

اړوند خبرونه