په جلال آباد كې ځانمرګي بريد كې درې تنه تركي انجينيران ووژل
د بريد موخه هم په موټر كې سپاره انجينيران ول.
79630
په جلال آباد كې په يو ځانمرګي بريد كې درې تنه تركي انجينيران وژل شوي دي.
د اسوشيېټيد پرس خبري آژانس د خبر له مخې بريد هغه مهال ترسره شو چې د تركي انجينيرانو د سپرلۍ موټر د كار پر لور روان وو. د بريد موخه هم په موټر كې سپاره انجينيران ول.
د ننګرهار د ولايت د مقام د څرګندونو له مخې دا بريد نن سهار وختي ترسره شوى دى. د والي وياند وويل چې په بريد كې درې تنه تركان وژل شوي او يو يې ټپي شوى دى.
پدې اړه تركيې لا څه ندي ويلي
د وژل شوو كسانو د هويت په اړه څه ندي ويل شوي. همداراز د بريد پړه هم چا په غاړه نده اخيستې خو ويل كيږي چې بريد طالبانو ترسره كړى وي.