په غزنې کې غبرګو چاودنو د ۷ ښځو او ۳ ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه ووژ

77879
په غزنې کې غبرګو چاودنو د ۷ ښځو او ۳ ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه ووژ

د افغانستان د غزني په ولایت کې په دوو غبرګو چاودنو کې ۱۲ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړ.
د غزني د والي ویاند سیف الله ننګ خبري رسنیو ته وویل چې نن د سهار په ساعتونو کې د ملکي وګړو په موټرو چې واده ته روان ول دوه جلا جلا چاودنې وشوې چې له امله يي ۱۲ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د ننګ په وینا په په وژل شوو کسانو کې ۷ ښځې، درې ماشومان او دوه تنه سړي دي.
د برید پړه تر اوسه چا په غاړه نده اخیستې خو ګمان کیږي چې د طالبانو لخوا شوی وي.
د ویلو ده چې په افغانستان کې د سړک د غاړې ماینونه د افغان ځواکونو او ملکي وګړو پر وړاندې تر ټولو لویه ستونزه ده .


پيوندونه:

اړوند خبرونه