اوباما له افغانستانه ليدنه وكړه

د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر باراك اوباما له افغانستانه د يوې ناڅاپي ليدنې په ترڅ كې په بګرام كې امريكايي سرتېرو ته وينا واوروله.

74008
اوباما له افغانستانه ليدنه وكړه

د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر باراك اوباما له افغانستانه د يوې ناڅاپي ليدنې په ترڅ كې په بګرام كې امريكايي سرتېرو ته وينا واوروله.
اوباما خپلو سرتېرو ته په خطا كې وويل چې دا ستاسې وروستى ماموريت دى. د روان ميلادي كال تر پايه پورې به خپل جګړه ايز مسووليت په برياليتوب سره پاى ته ورسوو او افغان ځواكونه به خپل امنيتي مسووليت پر غاړه واخلي.
اوباما يو ځل بيا افغانستان سره د خپلو مرستو په دوام ټينګار وكړ او زياته يې كړه چې د امنيتي تړون د لاسليك په صورت كې به ددې هېواد سره خپلې مرستې او ملاتړ جاري وساتي.
د بله پلوه اوباما غوښتنه وكړه چې د افغانستان د ولسمشر حامد كرزي په بګرام كې ليدنه وكړي خو د ارګ د ماڼۍ د چارواكو د څرګندونو پرمهال د اوباما دا غوښتنه ونه منل شوه.
ددې پر ځاى دواړو مشرانو د ټېلفون په كرښه خبرې وكړې.
اوباما يو ځل بيا په هېواد كې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاكنو له امله حامد كرزي ته مباركي وويله.


پيوندونه:

اړوند خبرونه