د تركيې په ختېځ كې د ۶۱ افغانانو په ګډون ۱۳۰ تنه ناقانونه كډوال
د تركيې په ختيځ كې د اېغدېر ولايت په مربوطاتو كې امنيتي ځواكونو ۱۳۰ ته ناقانونه كډوال ونيول چې ۱۶ تنه يې افغانان
74077
د تركيې په ختېځ كې د ۶۱ افغانانو په ګډون ۱۳۰ تنه ناقانونه كډوال ونيول شول.
د تركيې په ختيځ كې د اېغدېر ولايت په مربوطاتو كې امنيتي ځواكونو ۱۳۰ ته ناقانونه كډوال ونيول چې ۱۶ تنه يې افغانان، ۵۰ تنه يې پاكستانيان، ۷ تنه يې سوماليايان او ۱۲ تنه يې د بنګله دېش د هېواد اوسېدونكي دي.
نيول شوي كډوال به د اړوندو اجرااتو نه وروسته بېرته خپلو هېوادونو ته ولېږدول شي.
د يادولو وړ ده چې هره مياشت په سلګونو افغانان او نور ناقانونه كډوال د تركيې په بېلابېلو ښارونو كې نيول كيږي.