امریکا په افغانستان او عراق کې خپلو ژباړونکو ته ویزه ورکوي
امریکا متحده ایالتونو په افغانستان او عراق کې د امریکايي ځواکونو ژباړونکو ته ویزه ورکوي.
امریکا په افغانستان او عراق کې د هغه کسانو ستونزو ته د حل لار لټوي چې ددوی سره يي دنده ترسره کړې ده .
د ویلو ده چې د امریکا متحده ایالتونو په ۲۰۱۱ کال کې د عراق نه خپل ټول ځواکونه بهر کړل او په پام کې لري چې د روان میلادي کال په پای کې د افغانستان نه هم خپل ځواکونه بهر کړي.
امریکا بیا په افغانستان کې ددوي سره د کارکوونکو د خوندیتوب په خاطر هم په چارو پيل کړی دی .
امریکا په افغانستان او عراق کې په ځانګړې توګه ژباړونکو او خپلو نږدې متفیقینو ته د ویزې په برخه کې ځیني اسانتیاوې راوستي دي.
امریکا د نوموړو کسانو لپاره یو قانون تصویب کړی چې له مخې دې کسانو ته ویزې ورکول کیږي.
د امریکا یوې ثناتورې د مسلې اړوند خبریالانو ته وویل چې دا زموږ د اخلاقي مسولیت نه ډیر د هیواد د ملي امنیت لپاره یو مجبوریت دی .
ویل کیږي تر اوسه ځینو کسانو ددې قانون نه په ګټې سره امریکا ته پناه وړې او ځینې نور بیا د امریکا د ویزې په تمه دي.