په ترکیه کې د افغان پولیسو د څلورمې ډلې روزنیز پروګرام پیل شو
په ترکیه کې د افغانستان د پولیسو د څلورمې ډلې مسلکې زده کړې پیل شوې.
62240
په ترکیه کې د افغانستان د پولیسو د څلورمې ډلې مسلکې زده کړې پیل شوې.
د ترکیې او افغانستان ترمنځه تاریخي دوستي او ورورولي په هره برخه کې دوام لري.
د افغانستان د پولیسو څلورمه ۵۰۰ کسیزه ډله د ترکیې د سیواس ولایت ته راورسیده. د ویلو ده چې یاده شوې ډله به د سیواس ولایت د پولیسو په عالي مسکلي اکاډمۍ کې د شپږو میاشتو لپاره مسلکي زده کړه وویني.
د ترکیې د سیواس ولایت د پولیسو په عالي مسکي کاډمۍ کې د افغان پولیسو روزنه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پیل شوه .
پدې مراسمو کې د دواړو هیوادونو استازو ګډون کړی وو.
د یادولو وړ ده چې ترکیې د افغان پولیسو د روزنې د پروګرام په چوکاټ کې تر ننه پورې ۱۵۵۲ تنه افغان پولیس روزلي دي.