طالبانو په فاریاب کې د مرستندویه سازمان دوه تنه کارکوونکي ووژل
طالبانو د افغانستان په شمال کې د فاریاب ولایت د کوهستان په ولسوالۍ کې د مرستندویه سازمان دوه تنه کارکوونکي وژلي دي .
د کوهستان ولسوال امام یار تقوا خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو تیره ورځ د کوهستان په ولسوالۍ کې لومړی د یو مرستندویه سازمان په سیمه ییز دفتر برید وکړ او د دفتر دوه تنه کارکوونکې وتښتول چې وروسته يي وژلي دي .
نوموړي زیاته کړه چې د تښتول شوو دوو تنو مړي پرون د ماښام په ساعتونو کې د ترکستان د غړو په لمنو کې وموندل شول. د تقوا په وینا یاد شوي مرستندویه سازمان په سیمه کې یو زیات شمیر خیربه پروژې سرته رسولې دي.
د بله پلوه د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د نوموړو دوو تنو د وژلو مسولیت منلی دی او ویلي دي چې په وژل شوو کسانو کې یو تن يي د یاد شوي سازمان مشر دی.
همداشان د جوزجان ولایت درزآب په ولسوالۍ کې د یوې چاودنې په پایله کې دوو تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی .
د جوزجان د امنیې قومندان جنرال فقیر محمد جوزجاني د اناتولیا خبري اژانس ته وویل چې د درزآب په ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د بم په چاودنه کې دوو تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی . نوموړي وویل چې پدې چاودنه کې چې د پولیسو په موټر شوې ده ۴ تنه پولیس ټپیان شوي دي .