د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان شوې.

یوسف نورستاني وویل چې په ټاکنو کې د ولسمشرۍ د نوماندانو عبدالله عبدالله د ۴۴ عشاریه ۹ سلنې رایو په ترلاسه کولو سره په لومړي کتار کې او اشرف غني احمد زي د ۳۱ عشاریه ۵ رایو په ترلاسه کولو سره په دویم کتار کې ځای نیولی دی .

61355
د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان شوې.

د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان شوې.

د افغانستان د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون ریس محمد یوسف نورستاني نن مازیګر نه وروسته په یوې خبري غونډه کې د ټاکنو ټولې ابتدايي پایلې اعلان کړې.

یوسف نورستاني وویل چې په ټاکنو کې د ولسمشرۍ د نوماندانو عبدالله عبدالله د ۴۴ عشاریه ۹ سلنې رایو په ترلاسه کولو سره په لومړي کتار کې او اشرف غني احمد زي د ۳۱ عشاریه ۵ رایو په ترلاسه کولو سره په دویم کتار کې ځای نیولی دی .

نورستاني وویل د ولسمشرۍ ټاکنې دویم پړاو ته پاتې شوې چې د دوو تر ټولو د مښکې نوماندانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمد زي ترمنځه به ترسره شي.

د ویلو ده چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو دویم پړاو به د مې په ۱۴ نیټه ترسره شي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ولسمشر د ټاکل کیدو په خاطر ۵۰ جمع یو سلنه رایو ترلاسه کول شرط دی.

د ویلو ده چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د دویم پړاو په خاطر بعضې اندیښنې دوام لري .

د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړی پړاو د طالبانو د ګواښونو تر سیوري لاندې ترسره شو. همداشان د ولسمشرۍ د ټاکنو وروستۍ او نهايي پایلې به دوه اوونۍ وروسته اعلان شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه