د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

2073483
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

صباح ورځپاڼې " اسرائیلو ته د اردوغان سخت خبرداری " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د هغو خبرونو په اړه چې د اسرائيلو استخباراتي اداره موساد د تورکيې په ګډون په ځينو هېوادونو کې د حماس د مشرانو د وژلو لپاره تيارى نيسي، ډیر سخت غبرګون وښود. ولسمشر اردوغان اسرائیلو ته خبرداری ورکړ، «که دوی په تورکیه کې  د داسې ګام پورته کولو جرأت وکړي، ددې بدل به پرې ډیر ګران پرې کړو.

 

د سټار ورځپاڼې " د اسرائیلو په وړاندې د تورکیې غبرګون " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ "موږ د اسرائیلو لخوا د یو پلوه په غزه کې د ملکي وګړو په وړاندې  روان وحشیانه بریدونه  او له بله پلوه  په  اشغال کړې فلسطیني خاوره کې د غیرقانوني میشت ځایونو پراخول په کلکه توګه غندو."

 

د حریت ورځپاڼې " د ګوک تورک سپوږمه کۍ ۷ کلنه شوه " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د تورکیې د ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې ګوکتورک ۱ سپوږمکۍ چې د تورکیې یوه له څارنې سپوږمکۍ څخه ده، ۷ کلنه شوه  او ویلي دي چې «ګوکتورک-۱ په فضا کې د خپل ماموریت پر مهال ۳۷ زره ۳۷۸ ځلې نړۍ د اطراف نه تاوه شوې  او ۸۲ زره ۹۱۳ انځورونه او فلمونه يي اخیستي‌ دي."

 

د خبرتورک ورځپاڼې " د اناتولي د سیمې اړوند ۴۱ قلمه تاریخي اثار تورکیې ته راوړل کیږي " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، له اناتولیا څخه ۴۱  قلمه تاریخي اثار چې په امریکا کې نیول شوي په نیویارک کې تورکي چارواکو ته وسپارل شول. بیرته راستانه شوو تاریخي اثار کې ځینې ټوټې شاملې دي چې شاوخوا ۶۰  کاله دمخه د بوردور ولایت د  بوبون له لرغوني ښار څخه امریکا  ته قاچاق شوي او په بیلابیلو موزیمونو او کلکسیونونو پلورل شوي وو.

 

ینی شفق ورځپاڼې " په ګرځندوی کې ستر ریکارډ " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې د انتالیا ولایت چې د نړۍ یو له مهمو سیاحتي ښارونو څخه دی، د ۲۰۲۳  کال د نوامبر تر پایه پورې د نږدې ۲۰۰ هیوادونو څخه د ۱۵ میلیون ۳۷۱ زره سیلانیانو کوربه توب کړی دی. په ۲۰۲۳ کال کې  انتالیا د ګرځندوی په تاریخ کې تر ټولو د ډیرو  ګرځندویانو سره نوی ریکارډ جوړ کړ.



اړوند خبرونه