د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې " د ملي امنیت شورا په غونډه کې د افریقا ټینګار" د سرلیک لاندې لیکلي دي، پرون د ملي امنیت شورا له غونډې وروسته په خپرې شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې په افریقا کې پېښې تعقیب شوي او د لویو وچو د ستونزو د هواري مناسبه حل لاره یوازې د لویو وچو خاوندان او ځايي خلک موندلی شي.
د سټار ورځپاڼې " د تورکیې د دفاعي صنعت ودې او پرمختګ دوې سخت ډارولي دي "
د سرلیک لاندې لیکلي دي، یوناني ویاند یانیس تیودوراتوس لخوا د تورکیې د دفاعي صنعت په اړه د څرګندونو سره په اجنډا کې ځای نیولی دی. نوموړي د اروپا لپاره خطرات په ډیر ډار او ویرې سره د تلویزیون پردې ته انعکاس کړي دي . یوناني ویندوی د تورکیې د دفاعي چارو بریالي پرمختګ ته په اشارې سره ویلي، که پاریس توازن کنټرول نه کړي، د اروپا د وسلو صنعت به د ۲۰۲۵ کال تر پایه له ترکانو وروسته پاتې شي.
د صباح ورځپاڼې "د عبدالحمید خان اکتشافي کښتۍ ته نوی ماموریت" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د عبدالحمید خان په نامه اکتشافي کښتۍ د تورکیې د اکتشافي کښتیو په ډله کې د شاملیدو یو کال وروسته ، په مدیترانه کې خپل نوي ماموریت ته واستول شوه. د انرژۍ او طبیعي زیرمو وزیر الپارسلان بایرقدار اعلان وکړ چې د عبدالحمید خان اکتشافي کښتۍ په خپل نوي ماموریت پيل وکړ.
د خبرتورک ورځپاڼې "د OECD لخوا د استانبول د اورواسیا تونل ته د چاپیریال دوسته تونل جایزه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ترانسپورت او زیربنا وزیر عبدالقادر اورال اوغلو وویل، "دا جایزه یوه نښه ده چې زموږ پروژه د چاپیریال پوهاوی استازیتوب کوي او د راتلونکو نسلونو لپاره یو پیاوړی زیربنا ده."
حریت ورځپاڼې "د خلاصو اوبو لامبو وهونکي آی سو تورک اوغلو تاریخ جوړ کړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ۲۲ کلنې آی سو تورک اوغلو د بوډرم څخه د خلاصو اوبو لامبو وهونکی د انګلیسي چینل وروسته د شمالي چینل په تیریدو سره تاریخ جوړ کړ. ترک اوغلو لومړنۍ تورکي ښځه او ځوانه ورزشکاره ده چې له شمالي کانال څخه تېره شوه.