د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1995948
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې " وزیر یاشر ګولر: "موږ به  د وروستي‌ ترهګرو د لمنځه وړو پورې ترهګرې پر خلاف مبارزۍ ته دوام ورکړو " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د ملي دفاع وزیر یاشر ګولر پرون په یوه بیان کې وویل: "موږ به د هر ډول تروریستي سازمانونو پر وړاندې چې زموږ د هیواد سوله او امنیت تهدیدوي مبارزې ته دوام ورکړو. زموږ مبارزه به  تر هغه دوام ومومي‌ تر څو وروستی ترهګرو له منځه تللی نوي."

 

حریت ورځپاڼې " وزیر فیدان: په ما باندې د کړي‌ باور له امله مننه کوم " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو نوي‌ وزیر هاکان فیدان پرون د پخواني‌ وزیر مولود چاووش اوغلو نه په رسمي‌ توګه د دندې د تسلیمۍ په مراسمو  په خپله وینا کې پر ملي بهرني سیاست ټینګار وکړ او ویې ویل: زه ستاسو له باور څخه مننه کوم د ویلو ده چې هاکان فیدان ددینه مخکې د تورکیې د ملي‌ استخباراتو رئیس وو."

 

ینی شفق ورځپاڼې  " ابراهیم قالن د استخباراتو تشکیلاتو  رئیس په توګه وټاکل شو " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست لخوا د خپور شوي‌ بیان له مخې ، ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ځانګړي‌ فرمان له مخې د ولسمشرۍ ماڼۍ پخوانی ویاند او سر مشاور ابراهیم قالن د ملي‌ استخباراتو تشکیلاتو د رئیس په توګه وټاکل شو.

د سټار ورځپاڼې " شهباز شریف: پاکستان او تورکیه په یو بدن کې د دوو زړونو په څیر دي " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د تورکیې او پاکستان ترمنځ اړیکو ته په اشارې سره ویلي، زموږ هېوادونه داسې دي لکه دوه زړونه چې په یوه بدن کې درزېږي. شریف وویل چې پاکستان او تورکیه به په نږدې راتلونکي کې د بایو ګاز، لمریزې انرژۍ او د اوبو د بریښنا په برخو کې د تمرکز له لارې د سوداګرۍ د زیاتولو او د متقابلې ودې د ترلاسه کولو لپاره همکارۍ ته وده ورکړي.

 

د خبر تورک ورځپاڼې " د مې د میاشتې  انفلاسیون اعلان شو "  د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې د احصایې ادارې د مې د میاشتې انفلاسیون اعلان کړ. د اعلان شوو شمیرو له مخې د مې په میاشت کې کلنی انفلاسیون ۳۹ عشاریه ۵۴  سلنه وه. په دې توګه، د ۷ پرله پسې میاشتو لپاره په کلني انفلاسیون کې کمښت راغلی.



اړوند خبرونه