د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې "اردوغان: موږ به د سولې او ثبات لپاره کار وکړو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تورکیې د سوداګرۍ او صنایعو او ونډو اتحادیې ۷۹یمې عمومي غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې ، په خپل نږدې چاپیریال کې د کړکیچونو د حلولو په برخه کې د لا زیات ابتکار په کولو سره به په هیواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره کار وکړو. موږ به په سیمه کې یو ځل بیا، د خپلو دیپلوماتیکو اړیکو له لارې د سیمې له هېوادونو سره خپلې اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ پیاوړې کړو.».
د خبرتورک ورځپاڼې "ترکي سالمون د ختیځ تور سمندرګي څخه په څلورو میاشتو کې ۲۸ نیم میلیون ډالرو په ارزښت د تورکي سالمون کبانو صادرات" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د روان میلادي کال د جنورۍ او اپريل د میاشتو ترمنځه د ختيځې تورې بحيرې له سيمې څخه د تورکيې د سالمونو کبانو صادرات په سلو کې ٢٢٧ زيات شوي او ٢٨ میليونه ٤٧٩ زره ٢٢٦ ډالرو ته د رسيدلي دي.
د حریت ورڅپاڼې "د ټرانسپورت وزیر: د دریم اورګاډي سیټ به د دې کال په دریم ربع کې چمتو شي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،د تورکیې د ملي اورګاډي په اړه ، چې د می په ۲۷ مه په فعالیت پیل کړی ، د ترانسپورت او زیربنا وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو وویل چې د دریم ریل سیټ فابریکې ازموینې دوام لري ، "پلان لري چې د دې کال په دریمه ربع کې د مسافرینو لیږد لپاره چمتو شي."
د ینې شفق ورځپاڼې " د تورکیې ملکي هوايي چلند شرکت د قوي هوایی شرکتونو په لیست کې اتم ځای ته رسیدلی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملکي هوایي چلند شرکت ترکش ایرلاینز د ۷۸ عشاریه ۱ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره په ترسره شوې سروې کې په اتم ځای کې ځای نیولی دی.
د ویلو ده چې د برانډ فاینانس لخوا په ترسره شوې سروې کې تورکیې ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاینز ۸م ځای خپل کړی دی.