د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې "د چاووش اوغلو لخوا د سوري وګړو پر مخ د تورکیې دروازې ه دروازې خلاصې شوې دي تورونو ته ځواب " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې
د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل، هغه ادعاوې چې ګواکې د قهرمان ماراش په ولایت کې د زلزلې له امله له سوریې څخه تورکیې ته د کډوالو د راتګ ادعاوې بې بنسټه دي او ویې ویل: « هغه سیمې چې د PKK او یاغیانو تر کنټرول لاندې دي، د دروازې د پرانیستل د بحث وړ خبره نده"
حریت ورځپاڼې "که څه هم ۷۳ کاله تېر شوي، خو دا مرسته یې نه ده هېره کړې" د سرلیک لاندې لیکلي دي، نړۍ په تورکیه کې د تاریخ تر ټولو د سترې زلزلې له امله سفربر شوې ده. تورکیې چې ۷۳ کاله مخکې سویلي کوریا ته د جګړې پر مهال د مرستې لاس اوږد کړی وو دې هیواد دا مرستې هیرې کړي ندي. د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول وویل چې د تورکیې سره زمونږ دا قوي متحدوالی او ورورولي چې د وینې د اړیکې سره ټینګ شوی دی . هغه د تورکیې سره د اعظمي مرستو امر وکړ.
د خبرتورک ورځپاڼې "تورکیې ته د ناټو لخوا د پیوستون پیغام" د سرلیک لاندې لیکلی دي،د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل، د ناټو غړي هېوادونه په تورکیه کې د شوې زلزلې له امله له تورکیې سره قوي پیوستون لري.
د صباح ورځپاڼې "د نړۍ د اتلو نرسانو د اتلولۍ په اړه خبرې کوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،په غازي انټیپ ولایت کې د زلزلې پرمهال ، په روغتون کې د نرسانو لخوا لومړی د ماشومانو د ژغورلو لپاره د انکیوبټرونو په لور منډې وهل او د خپل ځان په بدل کې د نوموړو ماشومانو ساتنې اقدام د نړۍ د رسنیو په اجنډا کې ځای نیولی دی. برتانوي ورځپاڼې ډیلي میل ویلي، "په لویه زلزله کې، په زړه پورې نرسانو د خپل ژوند په بدل د نوزاد ماشومانو ساتنه وکړه."
د سټار ورځپاڼې "د سپورت نړۍ یو موټی شوه" د سرلیک لاندې لیکلي دي
د سپورت نړۍ په تورکیه کې د رامنځته شوې ډیر سترې زلزلې چې د پيړۍ د ستر ناورین په توګه ترینه یادونه کیږي د تورکیې نه د ملاتړ په خاطر سره یو موټی شول. په بهر کې د تورکي ورزشکارانو سربیره د نړۍ د ډیرو څانګو مشهورو ورزشکارانو د تورکیې د ملاتړ غوښتنه وکړه. په فوټبال کې د تمریناتو او رسمي سیالیو څخه مخکې د یوې دقیقې چوپتیا غوره شوه. د زلزله ځپلو سره د مرستې په خاطر د نړۍ مشهورو فوټبالرانو د خپلو یونیفورمونو په لیلامولو سره د تورکیې نه خپل ملاتړ وښود.