د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1902072
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبر تورک ورځپاڼې  " اردوغان د خپل ټولنیز پاڼې له لارې د ټوګ موټر خاطره نشر کړه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ولسمشر رجب طیب اردوغان د هغه شیبو عکس  کله چې هغه د تورکیې  کورني بریښنایی موټر ټوګ د امتحانولو پر مهال اخیستی وو د خپل ټویټر پاڼې له لارې خپور کړ. اردوغان په خپل ټويټر اکاونټ کې ليکلي، "دا  فابريکه ده، دا هغه لومړنی تولید شوی برېښنايي موټر دی، دلته زمونږ د جمهوريت د نوې پېړۍ لومړۍ څپه ده، دلته د تورکيې پېړۍ ده".

وطن ورځپاڼې  "د  توګ موټر ځانګړتیاوې په نړۍ کې ساری نلري" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې کورنی لومړنی  بریښنایی موټر ټوګ به زیرک او یو  مرکزي سیستم خاوند وي  چې کولی شي ډیجیټل سیسټمونو سره وصل شي. دا موټر به ددې سیستم په وسیله   کوم چې د اصلي پروسیسر په توګه معرفي شوی دی چلوونکو ته  د موجود سیستم نه په استفادې سره په کور او دفترونو کې په انلاین ډول د ځینو کارونو د ترسره کولو اسانتیاوې برابرې کړي. موټر به وکولی شي په اتوماتيک ډول د انټرنیټ اتصال سره د فابریکې څخه تازه معلومات ترلاسه کړي. د عارضې  په صورت کې، مرکزي سیستم کولی شي چې د لرې واټن نه په انلاین ډول سره په موټر کې مداخله وکړي او عارضه له منځه یوسي.

 

یني شفق ورځپاڼې "کرملین: تورکیه د باور اصلي فکټور دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي

د غلې دانې تړون لغوه کولو وروسته، روسیه  د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب بیرته میز ته راستانه شوه. د روسیې د ولسمشر کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي، په دغه تړون کې د تورکیې ګډون د باور اصلي فکټور دی.

 

د سټار ورځپاڼې  "له ناټو څخه د تورکیې ستاینه " د سرلیک لاندې لیکلي دي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د تورکیې او ولسمشر اردوغان د هغه څه له امله مننه وکړه چې دوی یې د غلې دانې دهلیز د بیا فعالولو لپاره کړي او ویلي یې دي "مونږ د تورکیې د دې مهم ژوند لیکې د ساتنې او د ملیونونو خلکو د اړتیا وړ د غلې د لیږد فعاله ساتلو  لپاره ستاینه کوو."

 

حریت ورځپاڼې "تورکیې د یونان د رسنیو په  اجنډا ځای نیولی" د سرلیک لاندې لیکلي

ترکیې یو ځل بیا د یونان د رسنیو په  اجنډا ځای ونیو.  د پروتو تیما ورځپاڼې ویلي چې ولسمشر اردوغان د ۲۰۲۳ کال لپاره د یوې ملي جنګي الوتکې او د تورکیې د بیړۍ د ورکولو ژمنه وکړه. په ورته خبر کې د اردوغان پلان هم شامل دی چې د روسیې په همکارۍ ختیځ تراکیا د انرژۍ په مرکز بدل کړي. بل خوا د کاتیمیرینی ورځپاڼی د خپلو لوستونکو په خپور کړي خبر کې ویلي دي چې تورکیه به د ټایفون ۵۶۱ کیلومتره واټنیز توغندي واټن نور هم لوړ کړي.



اړوند خبرونه