د تورکیې د ورځپانو سرتکي
د تورکیې د ورځپانو سرتکي
د تورکیې د ورځپانو سرتکي
یني شفق ورځپاڼې "له تورکیې څخه پاکستان ته بشري مرستې" د سرلیک لاندې لیکلي
تورکیې په پاکستان کې سیلاب ځپلو ته د مرستې لاس اوږد کړ. په لومړي پړاو کې د بشري مرستو توکي چې ۱۰ زره خیمې، ۵۰ زره خوراکي پارسلونه، ۵۰ زره د حفظ الصحې او ۱۰ زره د ماشومانو خوراکي توکي په کې شامل دي سیمې ته واستول شول. د تورکیې سره میاشت په پام کې لري چې په سیلاب ځپلو ایالتونو کې د طبي مداخلې خیمو په جوړولو سره د نږدې ۶ زره خلکو درملنه وکړي.
د سټار ورځپاڼې "د یوناني مطبوعاتو څخه د تورکیې اعتراف" د سرلیک لاندې لیکلي
د تورکیې پر وړاندې د «موږ په ټپه ولاړ یو» جملې په کارولو سره، یوناني مطبوعاتو اعتراف وکړ چې د امریکا متحده ایالتونو سره د دوی "ستراتیژیکې ملګرتیا" اړیکې کار نه کوي. یوناني مطبوعاتو د دې په ټینګار سره چې تورکیه په وروستیو کلونو کې یو مهم سیمه ایز ځواک بدل شوی دی ویلي دي "د یادولو وړ ده چې ترکیه د خپل جیوستراتیژیک موقعیت سره، په یو شمیر نړیوالو مسلو کې چې د نړیوال توازن لپاره مهم دي، د مشرتابه رول لوبوي."
خبر ترک ورځپاڼې "د تورکیې د ګرځندوی هدف ۴۷ میلیون سیلانیان" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د کلتور او ګرځندوی وزیر محمد نوری ایرسوی وویل، تورکیې ته د روان کال په لومړیو ۷ میاشتو کې ۲۶ میلیونه ۱۹۵ زره ۷۴۷ سیلانیان راغلي دي او په دې مهم بریالیتوب کې د خدماتو سکتور د پام وړ ونډه درلوده. وزیر ایرسوی وویل، "سږ کال، موږ خپل ۴۲ میلیون تنه سیلانیانو هدف ۴۷ میلیونه تنو ته لوړو."
وطن ورځپاڼې " په نړیوالو صادراتو کې د تورکیې ونډه زیاته شوې ده " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکيې د سوداګرۍ وزیر محمد موش وویل چې تورکیه هغه هیواد دی چې د خدماتو په صادراتو او د توکو په صادراتو کې یې په نړیواله ټولنه کې د برانډ په توګه پيژند کیږي. موش وویل، "په تیرو ۲۰ کلونو کې زمونږ د نړیوالو صادراتو برخه څلور چنده زیاته شوې ده. مونږ د جمهوریت په تاریخ کې بې سارې کچې ته رسیدلي یو.
صباح ورځپاڼې "د ټکنوفسټ TEKNOFEST فیستیوال د پيلیدو لپاره شمیرنه پیل شوې"
د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د هوايي چلند، فضا او ټکنالوژۍ تر ټولو لوی فیستیوال TEKNOFEST به د سه شنبې په ورځ د سامسون چارشامبا په هوايي ډګر کې پیل شي او د سپټمبر تر ۴مې نیټې پورې به دوام وکړي. دا فستیوال له اذربایجان وروسته سږ کال د دوهم ځل لپاره جوړیږي. تمه کیږي چې میلیونونه تنه کورني او بهرني نندارچیان پدې فیستیوال کې ګډون وکړي. دا فیستیوال به د ۶ ورځو په اوږدو کې نندارچیانو ته د ساینس، ټکنالوژۍ، هوايي چلند، فضا او نورو برخو کې نه هیریدونکې شیبې ورپه برخه کړي.