د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
خبر ترک ورځپاڼې "عملیات د ملي امنیت یوه اړتیا ده" د سرلیک لاندې لیکلي دي
د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه وکړه. له غونډې وروسته په خپره شوې اعلامیه کې راغلي «زموږ په جنوبي پولو کې عملیات د ملي امنیت یوه اړتیا ده. د ترهګرو ډلو پر ضد به عملیات دوام ولري.
صباح ورځپاڼې "د ترکیې له متحدینو وغوښتل چې د ترهګرو د ملاتړ نه لاس واخلي" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ملي امنیت شورا لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې له هغو هیوادونو چې د ترهګرۍ په ملاتړ کې د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ کوی غوښتل شوي چې دغه چلند ختم کړی او د ترکیې امنیتی حساسیتونه په نظر کښې ونیسی.
"په خبرپاڼه کې د دې خبرې په ټینګار شوي دي چې ترکیې تل په ټولو نړیوالو ایتلافونو کې د اتحاد د روحیې سره سم خپل ټول مسئولیتونه پر ځای کړي او له خپلو متحدینو څخه هم د ورته چلند او اخلاص تمه لري."
وطن ورځپاڼې "ستولتنبرګ د ترهګرۍ پر وړاندې د ترکیې مبارزه پر حق ده" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، د تروریستي بریدونو له امله د ترکیې په څېر هیچا ته زیان نه دی اوښتی او ویلي یې دي چې له ترهګرۍ سره د ترکیې مبارزه عادلانه ده. د ناټو سرمنشي وویل، ترکیه حق لري چې په دې اتحادیه کې د غړیتوب لپاره د سویډن او فنلنډ د غوښتنې په مقابل کې ځینې غوښتنې وکړي .
متحدین هم اندېښنې لري او ،دا اندېښنې باید د غور لاندې ونیول شي.
سټار ورځپاڼې "د چاووش اوغلو څخه روښانه خبرداری: موږ خوشې خبرې نه کوو"
د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د یونان لخوا د نړیوالو تړونونو خپو لاندې کولو سره د ایژې په سمندر کې د ټاپوګانو په وسلو سمبالولو په اړه غبرګون وښود. هغه ددې په ټینګار سره وویل که چیرې یونان ددې خبرې نه لاس وانخلي، د حاکمیت بحث به پیل شي."موږ خوشې خبرې نه کوو. که یونان دا کار ونه کړي، موږ به دا موضوع نوره هم وغځوو. هغه وویل، «د یونان د اقداماتو هدف دا دی چې ترکیې ته یو ګواښ متوجه کړي.
حریت ورځپاڼې " تکنوفیسټ اذربایجان په لیوالتیا سره پیل شو " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ټیکنوفسټ د هوايي، فضا او ټیکنالوژۍ فیستیوال چې د نړۍ د مخکښو ټکنالوژۍ فستیوالونو په منځ کې ځای لري، پرون د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې پیل شو. په TEKNOFEST کې به ۵ زره کسان سیالي وکړي، چې تمه کیږي ۵۰ زره لیدونکي به د ۴ورځو لپاره د ۱۲۰ زره تنه ددې فیستیوال نه لیدنه وکړي. د بیرقدار اقنجي او بیرقدار ټي بي ۲ ډرون الوتکو سربیره ، د ترکیې بې پیلوټه الوتکې چې نړۍ یې په اړه خبرې کوي، الوتکې، چورلکې او زغره وال وسایط په فیستیوال کې نندارې ته وړاندې شوي.