دا انقره د ترکیې غږ راډیو ده
دا انقره د ترکیې غږ راډیو ده
نن د سې شنبې ورځ د ۱۴۰۱ لمریز کال د جوزا د میاشتې دریمه نيټه ده چې د ۲۰۲۲ میلادي کال د مې د میاشتې د ۲۴مې نیټې سره سمون خوري.
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
سټار ورځپاڼې "اردوغان: ترکیې هیڅ مظلوم ته شا کړې نه ده کړې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مشورتي بورډ په غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې ترکیې لکه د تاریخ په اوږدو کې نن ورځ هم د هر هغه مظلوم او ځوریدلي کس پر وړاندې چې زمونږ پولو ته پناه راوړې او په خپله هیڅکله هم شا اړولې نده. پدې کسانو يي سترګې پټې کړي ندي.
حریت ورځپاڼې " خپلو کورونو ته د ستنېدونکو سوریایانو شمېر له ۵۰۰ زرو تنو واوښت " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې د سوریې په شمال کې د ترکیې لخوا خوندي سیمو ته د راستانه شوو کسانو شمیر ۵۰۰ زرو تنو ته رسیدلی دی. اردوغان وویل چې دوی به په دې سیمو کې د نړیوالو مالي مرستو په مرسته د نویو میشت ځایونو په جوړولو سره خپلو کورونو ته د ډیرو سوریایانو د راستنیدو ډاډ ورکړي.
یني شفق ورځپاڼې "د عملیاتو چمتووالی بشپړ شوی" د سرلیک لاندې لیکلي دي
ترکیې چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې یې د سوریې په شمال کې د «خوندي سیمې» د رامنځته کولو لپاره څلور لوی عملیات ترسره کړي، د پنځم عملیاتو لپاره یې چمتووالی بشپړ کړی دی. د نوي عملیاتو احتمالي هدفونه چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا اشاره شوي، تل رفعت، عین العرب، عین عیسی او منبج سیمي دي، چې لاهم د PKK/YPG بېلتون غوښتونکي ترهګریز سازمان تر اشغال لاندې دي.
خبر ترک ورځپاڼې " سټولټنبرګ: ترکیه د ټولو متحدینو لپاره یو مهم هېواد دی " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ټینګار وکړ چې ترکیه له جغرافيايي او ستراتیژیک پلوه یو مهم هیواد دی او د ټولو متحدینو لپاره خورا مهم هیواد دی او زیاته یې کړه، ترکیه هغه هیواد دی چې تر ټولو زیات ترهګریز بریدونه متحمل شوی دی. "په ناټو کې د بل هر متحد هیواد په پرتله خورا ډیر مهم هیواد دی."
صباح ورځپاڼې "چاووش اوغلو: موږ به د فلسطین تر څنګ دریدو ته دوام ورکړو" د سرلیک لاندې لیکلي دي،
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل چې د فلسطین ملاتړ د ترکیې په لومړیتوب کې ځای لري. چاووش اوغلو د دې په ټینګار سره وویل چې ترکیه هغه هیواد دی چې د فلسطین د ملت نه ترټولو زیات دفاع کړې او موږ به د یوه خپلواک فلسطیني دولت لپاره د خپلو فلسطیني وروڼو ترڅنګ دریدو ته دوام ورکړو.