د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1758072
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې " چاووش اوغلو د ناټو عمومي سکرتر سره ټیلیفوني خبرې وکړې" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پرون د ناټو سازمان د عمومي سکرتر ینس ستولتنبرګ سره ټیلیفوني خبرې وکړې. چاووش اوغلو د ناټو سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې نه وروسته د ستولتنبرګ سره خبرې وکړې. دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې د جنوري په ۱۲ مه نيټه ترسره کیدونکې د ناټو او روسیې د غونډې په وروستیو جزیاتو هم خبرې وکړې.

 

د سټار ورځپاڼې " د ترکیې او ارمنستان ترمنځه د غونډې نيټه معلومه شوه " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وویل چې  د ترکیې او ارمنستان ځانګړي استازي به خپله لومړنۍ لیدنه د جنوري په ۱۴ مه نيټه د روسیې په پلازمینه مسکو کې وکړي.

 

د صباح ورځپاڼې " د ترکیې د روغتیا وزیر لخوا د اومیکرون په اړه څرګندونې " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا تیره ورځ د خپل ټویټر پاڼې له لارې د کرونا ویروس د اومیکرون بڼې په اړه معلومات ورکړل. هغه په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې په ترکیه کې د اومیکرون بڼې د خپریدو سره سم د مثبتو پیښو ارقام ډیر لوړ شوي دي خو ددې سره سره په روغتونونو کې د سختو واقعو په شمیره کې موم زیاتوالی ندی راغلی. په روغتونونو کې هر څه تر کنټرول لاندې قرار لري.

 

د وطن ورځپاڼې " قره اسماعیل اوغلو : د الکټرونیک صادراتو په برخه کې د لیډر هیوادونو په لست کې د داخلیدو په خاطر نوې ستراتیژي جوړو " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ټرانسپورت او زیربناګانو وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو وویل چې هیواد د الکټرونیک صادراتو په برخه کې د نړۍ د مخکښو هیوادونو په کتار کې د داخلولو په خاطر نوي ستراتیژي جوړو. ځکه چې  په ننۍ پیړۍ کې د ټکنالوژۍ په برخه کې په ځان بسیاینه د ملي خپلواکۍ تضمین کوي.

 

د ینې شفق ورځپاڼې " په ۲۰۲۱ کال کې د ترکیې د موټرو د سکتور صادرات ۲۹ عشاریه ۳ میلیاردو ډالرو ته رسیدلي " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د صادراتو مخکښ سکتور د موټر سکټور په ۲۰۲۱ کال کې  د ۲۹ عشاریه ۳ میلیاردو ډالرو صادراتو سره یو ځل بیا قوي ریکارډ جوړ کړ.



اړوند خبرونه