د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې " په قره باغ کې تاریخي ورځ " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ، د قره باغ نه نړۍ ته پرانیستل شوې دروازه د فضولي نړۍوال هوايي ډګر د پرانیستو په مراسمو کې د ګډون په موخه تیره ورځ اذربایجان ته سفر کری وو. د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان د نړۍ لومړنی ولسمشر وو چې الوتکه د فضولي په نړۍوال هوايي ډګر کې ښکته شوه.
د ینې شفق ورځپاڼې " ولسمشر اردوغان د ارمنستان سره د اړیکو د نورمالولو په اړه خپل شرطونه د قره باغ نه اعلان کړل " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه په سیمه کې د تل پاتې سولې او ثبات پلوي کوي. د ورور هیواد اذربایجان نه د خپلو ټولو امکاناتو سره ملاتړ ته دوام ورکوو. ولسمشر اردوغان وویل چې ارمنستان د اذربایجان سره د روانو ستونزو د حل په مسئله کې باید صمیمي چلند وکړي. همداشان د ارمنستان او اذربایجان ترمنځه د ستونزې د حلیدو پر مهال د ارمنستان او ترکیې ترمنځه هم کومه ستونزه نه پاتې کیږي.
د اړیکو د عادي کولو پر وړاندې هیځډول خنډ نه پاتې کیږي.
د خبرترک ورځپاڼې " په عراق او سوریه کې د پوځي عملیاتو اجازه نامه تصویب شوه " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې وسله والو ځواکونو ته د اړتیا پر مهال په سوریه او عراق کې د پوځي عملیاتو اجازه نامه تیره ورځ د ترکیې د ملي شورا لخوا تصویب شوه. د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا په سوریه او عراق کې ترکي ځواکونو ته د اړتیا پر مهال د پوځي عملیاتو اجازې ورکولو په خاطر اجازه نامه ملي شورا ته استول شوې وه چې د رایو په اکثریت سره تصویب شوه.
د صباح ورځپاڼې " اوچ بای د لومړي ځل لپاره وکارول شوه " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د پولیسو د عمومي قومندانۍ لخوا جوړه شوې د اوچ بای په نامه ډرون الوتکه تیره ورځ د لومړي ځل لپاره د ترکیې ماردین ولایت د ارتوکلو په ولسوالۍ کې د ترهګرو پر خلاف په ځانګړو عملیاتو کې وکارول شوه. دا ډرون په عمومي ډول د الوتنې او کیناستو ظرفیت لري او په یو زیات شمیر نورو ځانګړتیاوو هم سمبال ده .
د وطن ورځپاڼې " د ملي برښنايي ریل ګاډي لپاره تاریخ ورکړ شو " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ملي برښنايي ریل ګاډی چې د فابریکې ازمایښتونه يي پایته ورسیدل په پام کې ده چې په راتلوونکي کال کې پټلۍ ته راښکته کړی شي.
د ویلو ده چې دا ریل ګاډی په ساعت کې د ۱۶۰ کیلومتره په ګړنديتوب جوړ شوی دی.