د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1716806
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د خبرترک ورځپاڼې " ترکیې د اسرائیل د محکمې پریکړه وغندله " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت  د اسرائیل د محکمې هغه پریکړه چې د اشغال لاندې په بیت المقدس کې په مسجدالاقصی کې یهودانو ته په ارامه توګه د عبادت اجازه ورکړه په کلکه توګه وغندله. همداشان ترکیې بهرنیو چارو وزارت په نړۍوالې ټولنې غږ کړی دی چې د اسرائیل د محکمې ددې ناسمې، ضد حقوقي ، ضد اخلاقي او خطرناکې پریکړې پر خلاف غږ اوچت کړي او د اسرائیل د ټولو تحریکونو پر خلاف ودریږي.

 

د حریت ورځپاڼې " انګلستان  د ترکیې نه راغلي‌ او  دوه ډوزه بیو ان ټک واکسین کوونکي‌ مساپرو قرنطین له منځه یوړ " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، انګلستان د ترکیې په ګډون د ۳۷ هیوادونو وګړي‌ د کرونا ویروس له امله د سور لست نه وویستل . انګلستان ویلي‌ دي‌ چې د ترکیې په ګډون ددې ۳۷ هیوادونو نه راتلوونکي‌ هغه مساپر چې ډوه ډوزه بیو ان ټک واکسین يي کړی وي په خپلو کورونو کې هم قرنطین نکړي.

هغه کسان چې ډوه ډوزه بیو ان ټک  ، استرا زینکا، مودرنا یا جانس ایند جانسن  واکسین يي کړی وي‌ نه قرنطین کیږي.

 

د ینې شفق ورځپاڼې " د ترکو واک لپاره د دریم ډوز په خاطر اجازه ورکړ شوه " د سرلیک لاندې لیکلی‌ دي، د ترکیې د درملو او طبي‌ سامان الاتو ادارې د ترکیې ځايي‌ او ملي‌ واکسین ترکو واک ته د دریم ډوز په توګه د کارولو په خاطر اجازه ورکړه.

همداشان ددینه وروسته په ترکیه کې هغه کسانو چې دوه ډوزه د چینايي د سینوواک واکسینو کړی وي دریم ډوز ورته ترکوواک واکسین کیږي.

 

د سټار ورځپاڼې " د ترکیې لخوا په دوست هیواد کې ستره پانګه اچونه " د سرلیکل لاندې لیکلي‌ دي، قزاقستان سږ کال په لومړنیو شپږ میاشتو کې پدې هیواد کې په مستقیم ډول سره د ترسره شوې بهرنۍ سرمایه ګذارۍ ارقام اعلان کړل. پدې موده کې ترکیې د امریکا او سوئیس نه وروسته په قزاقستان کې تر ټولو زیاته پانګه اچونه کړې ده .

 

د صباح ورځپاڼې " هګو باس ، په ترکیه کې د خپلو تولیداتو کچه لوړوي " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، ترکیه چې د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ نه وروسته د لویدیځو شرکتونو لپاره د تولید په مهم مرکز بدل شوی دی نوموړي‌ شرکتونه یو د بل په پسې په ترکیه کې خپله پانګه اچونه ډیروي.

د جرمني  د تیارو جامو د نړۍ په کچه مشهور شرکت  برانډ هوګو باس  په ترکیه کې د خپلو تولیداتو د کچې د لوړولو نه خبر ورکړ . دا شرکت په راتلوونکي کال کې  زر تنه کارګر استخداموي.



اړوند خبرونه