د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1713247
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان : امریکا باید زمونږ اف ۳۵ ډوله الوتکې راکړي‌ او یا زمونږ پيسې » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې نه د راستنیدو پر مهال په الوتکه کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. ولسمشر اردوغان د یو تن خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې په روم کې به د امریکا د ولسمشر جو بایدن سره په لیدنه کې په کومو مسئلو خبرې وکړې؟ وویل ، په اصل کې پدې لیدنه کې به د اړیکو په ټولو اړخونو او ابعادو خبرې وکړو. په ځانګړې توګه د اف ۳۵ الوتکو په اړه به خبرې وکړو. امریکا باید یا مونږ ته الوتکې راکړي‌ او یا زمونږ پيسې . مونږ امریکا ته یو میلیارد او ۴۰۰ میلیونه ډالر پيسې ورکړي‌ دي.

 

د صباح ورځپاڼې « د ترکیې د ملي‌ امنیت شورا غونډې د سوریې په اړه مهم پیغام ورکړ » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ تیره ورځ د ترکیې د ملي‌ امنیت شورا غونډه وشوه. د غونډې نه وروسته په خپره شوې اعلامیه کې راغلي‌ دي چې  په غونډه کې د سوریې د خلکو د سولې او ثبات په مسئلې په هر اړخیز توګه خبرې وشوې. همداشان په ځانګړې توګه پدې هیواد کې پر ملکي‌‌ وګړو بریدونه او سولې او اسقرار ته ضرر رسوونکې اقدامات موازنو ته ضرر رسوي‌ او د دوامداره حل لارې پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.

 

د حریت ورځپاڼې « د اګست په میاشت کې صادرات ډیر زیات لوړ شوي‌ » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د روان کال د اګست په میاشت کې د ترکیې صادرات د تیر کال همدې میاشتې په پرتله ۵۱ عشاریه ۹ سلنه ډیریدو سره ۱۸ میلیارده  ۹۱۶ میلیونو ډالرو ته رسیدلي‌ دي.

 

د وطن ورځپاڼې « د کرونا ویرس د بیو ان تګ واکسین جوړونکې لخوا  د کرونا ویروس دوام په اړه مهمې څرګندونې » د سرلیک لاندې  لیکلي‌ دي، د بیو ان تګ شرکت د طبي‌ برخو مشرې اوزلم توره جي‌ وویل چې نړۍ باید د کرونا ویروس نه لا زیاته ونه ډاریږي. مونږ باید هر څه ژر نوي‌ نورمال حالت ته خپل ژوند وګرځو ځکه چې داسې اټکل شوی دی چې دا ویروس څو کلونه نور هم دوام کوي. خو په نړۍ کې حالات وار د مخه تر کنټرول لاندې راغلي‌ دي.

د سټار ورځپاڼې «‌ نړۍوال بانک لخوا په ترکیه کې د اوبو د ښه مدیریت ستاینه » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي،  د نړۍوال بانک د ترکیې د مسئول وویل چې ترکیې په ځانګړې توګه د نوي‌ ډول کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ د رامنځته کیدو نه وروسته  د اوبو د محدودو سرچینو د دوامداره کولو په خاطر لا په قوي‌ توګه په مدیریت کولو پیل کړی دی. ترکیه خپلې اوبه په ډیره ښه توګه مدیریت کوي.



اړوند خبرونه