د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې « د مصر سره د مذاکراتو په تداوم تفاهم وشو » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې او مصر ترمنځه د مذاکراتو دویم پړاو په پلازمینه انقره کې ترسره شول. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د نوموړو مذاکراتو او لیدنې په اړه ویلي دي چې د دواړو هیوادونو ترمنځه د اړیکو د عادي کولو په خاطر د روانو مذاکراتو سربیره د ځینو نورو ګامونو د اوچتولو او مذاکراتو د تداوم په اړه تفاهم وشو.
سټار ورځپاڼې « په ګینه کې د پوځي کودتا لامل معلوم شو » سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ګینه په جمهوریت کې د پوځي کودتا لامل معلوم شو. کارپوهانو ویلي دي چې دا کودتا د فرانسې نه په خپلواکه توګه ترسره کول ناممکنه وه. د ګینه جمهوریت هغه پوځیانو چې د فرانسې په څير په لویدیځو هیوادونو کې زده کړې کړي دي او هلته روزل شوي دي د ولسمشر الپا کوندي لخوا د ترکیې او روسیې په څیر د هیوادونو سره په اړیکو کې نږدې والي ناراحته کړل. نوموړو نه غوښتل چې هیواد د فرانسې د سلطې نه وژغورل شي او پوځي کودتا ييوکړه.
د حریت ورځپاڼې «د نړۍ تر ټولو ستر هوايي ، فضايي او تکنالوژۍ فیستیوال ټکوفسټ دوام لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د نړۍ تر ټولو ستر د هوانوردۍ فضايي او ټکنالوژۍ فیستیوال ټکنو فسټ په چوکاټ کې د راکټسن شرکت په مالي مرسته او د ترکیې د علمي او ټکنالوژیکو څیړونو پر ملاتړ د سپټمبر په لومړۍ نیټې په مالګین جهیل کې پيل شوې د راکټونو سیالۍ دوام لري. پدې سیالۍ کې په ترکیه کې د لیسو د زده کوونکو لخوا طرحه ، ډیزاین او جوړ شوي راکټونو ترمنځه د لرې واټن په خاطر سیالي کیږي. د ټکنوفسټ فیستیوال کې ګډونوال د هر کال په تیریدو سره لا پسې ډیریږي.
د صباح ورځپاڼې «د واکسین جوړول د هیواد طاقت او پياوړتیا ښکارندويي کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، واکسین جوړول هم د مادي او هم علمي پلوه یو ډير ستونزمند کار دی.
د ویلو ده چې د کرونا ویروس واکسین امریکا، انګلستان، اروپا مشترک ، چین، روسیې او هندوستان لخوا جوړ شوي دي. همداشان په نږدې راتلوونکې کې به د ترکیې د ځايي واکسین د جوړولو چارې پایته ورسیږي او په تطبیق يي پيل وشي. د ترکیې د واکسین د جوړولو ډلې ویلي دي چې د ژمي د پيلیدو نه مخکې به د ترکیې واکسین ټولې چارې پایته ورسیږي او تطبیق ته به چمتو شي.
د وطن ورځپاڼې « د ترکیې ځايي او ملي موټر په ۲۰۲۲ کال کې بازار ته عرضه کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د صنایع او ټکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک وویل چې د ترکیې ځايي او ملي موټر به په ۲۰۲۲ کال کې بازار ته عرضه شي. هغه وویل چې د موټر پروژه د پلان سره سمه پر مخ روانه ده. د ترکیې لومړنی ځايي او ملي موټر به د ترکیې د موټرو سکتور په نړۍ کې یو ډیر لوړې نقطې ته ورسوي.