د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا د ځايي واکسین په اړه مهمې څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د ډي اته تشکیلاتو د لسمې سرمشریزې په غونډه کې چې په انلاین ډول جوړه شوې وه ګډون وکړ. ولسمشر اردوغان د ډي اته سرمشریزې ته په وینا کې د ترکیې لخوا د جوړ شوي کرونا ویروس ضد واکسین په اړه وویل « په ترکیه کې جوړ شوی د کرونا ویروس واکسین د وروستیو ازمایښتونو په مرحله کې قرار لري. پر انسانانو باندې ازمایښت دوام لري. انشاالله چې د ازمایښتونو د پایته رسیدو نه وروسته به دا واکسین د تول بشریت په اختیار کې ورکړو. داسې څوک به پرینږدو چې ددې واکسین نه مستفید نشي.
د سټار ورځپاڼې « د جرمني د فرانکفورتر الګماینه ورځپاڼې : د ترکیې په وسلو سمبال ډرون الوتکو د المان پوځ د تدابیرو نیولو ته مجبور کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د جرمني د مشهورو ورځپاڼو نه فرانکفورتر الګاینه زایتونګ ورځپاڼې د ترکیې د ملي په وسلو سمبال ډرون الوتکو په اړه په خپور کړي خبر کې ویلي دي چې د اذربایجان لخوا د قره باغ په جګړه کې د ترکیې د په وسلو سمبال ډرون الوتکو د کارولو سره د ارمنستان پوځ ته ډیر ستر ګوزار ورکړ. دې ډرون الوتکو د ارمنستان د پوځ په سلګونو ټانکونه، زغروالې موټرې او پرمختللي دافع هوا سیستمونه له منځه یوړل . د ترکیې د ډرون الوتکو دې بري د جرمني پوځ د حیرانتیا سره مخ کړی دی.
د جرمني پوځ د همدې امله د تدابیرو په نیولو پيل کړی دی.
د ینې شفق ورځپاڼې « د ترکیې نه ۹۵ هیوادونو ته د چای صادرات » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ۲۰۲۱ کال د جنوري او مارچ د میاشتو ترمنځه ۹۵ هیوادونو ته د چای صادرات د تیر کال همدې مودې په پرتله ۲۳ سلنه لوړ شوی دی.
پدې موده کې ترکیې د چای د صادراتو نه ۵ میلیونه ۱۲۴ زره امریکايي ډالر عواید ترلاسه کړي دي.
د حریت ورځپاڼې « د لا لیګا لخوا د ترکیې د کاپادوکیا د ویدیو سره د الکلاسیکو اعلان » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اسپانیا د فوټبال د لومړي لیګ لا لیګا لیګ په ۳۰ مه اونۍ کې د ریل مادرید او بارسلونا د لوبډلو ترمنځه د اپریل په لسمه یعنې سبا خالي ورځ د سیالۍ نه مخکې د کاپادوکیا د ویدیو سره اعلانات نشر کړي دي.
پدې ویدیو کې د ترکیې د ګرځندوی د مهمو مرکزونو نه نه کاپادوکیا ته ځای ورکړ شوی دی.
د خبرترک ورځپاڼې « په باستن کې د ترکي فلمونو شلم فیستیوال » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا متحده ایالتونو د باستن په ښار کې د ترکي فلمونو او سینما شلم فیستیوال د اپریل د ۱۵ او ۳۰ مو نیټو ترمنځه جوړیږي.
د ویلو ده چې دا فیستیوال د کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ له امله په انلاین ډول جوړیږي. پدې فیستیوال کې به د ترکیې فلمونه امریکايي نندارچیانو ته نندارې ته وړاندې شي.