د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1611979
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې « اردوغان : د کرونا ویروس ځايي او ملي واکسین به ټول بشریت په اختیار کې ورکړو » د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په نړۍ کې د کرونا ویروس د واکسین په بې عدالتیو ډیره سخته نیوکه وکړه او وویل " پداسې حال کې چې د نړۍ ځینو هیوادونو خپل ټول نفوس واکسین کړی او په ځینو هیوادونو کې حتا چا ته لومړنی ډوز واکسین هم ندی شوی. دا بې عدالتي د ټول بشریت لپاره د اندیښنې وړ خبره ده. "

ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې  ځايي او ملي واکسین  به د ټول بشریت په اختیار کې ورکړو. دا واکسین به تر ټولو په مناسبو شرایطو ټول بشریت ته تقدیم کړو.

د سټار ورځپاڼې « د ترکیې نه نړۍ ته ډیر غوڅ پيغام » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه وکړه. د غونډې په پریکړه لیک کې د سوریې د اکټورانو نه ددې هیواد د روانې ستونزې د لا ژورولو لامل کیدونکو اقداماتو ته هر څه ژر د پای ورکولو غږ کړی دی. همداشان په یونان د ترکیې پر خلاف د دښمنۍ نه ډکو سیاستونو ته د پای ورکولو غږ کړی دی. په پریکړه لیک کې راغلي دي چې ترکیه به د لیبیا خلکو سره مرستو ته دوام ورکړي. په پریکړه لیک کې د قبرس او ختیځې مدیترانې په مسئله کې پر حقانیت ټینګار شوی دی.

د صباح ورځپاڼې « د اروپايی ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیتي سیاستونو مسئول د ترکیې ستاینه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیتي سیاستونو مسئول جوزیف بورل هم د جرمني د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل په څیر د هغه اروپايي سیاستوالو په ډله کې شریک شو چې د ترکیې پر ستراتیژیک اهمیت ټینګار کوي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیتي سیاستونو عالي استازي بورل ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ترکیې او اروپايی ټولنې ترمنځه د همکاریو کچه باید لا پسې لوړه کړی شي. هغه ویلي دي چې د ترکیې سره د ګمرکي یووالي نه نیولې تر کډوالۍ برخې پورې یو زیات شمیر ګډې ګټې لري . د ترکیې سره باید په ډیر اکټیف کار کولو ته دوام وکړو.

د وطن ورځپاڼې « ترکیه د کرنیزو حاصلاتو په برخه کې په اروپا کې لومړۍ او په نړۍ کې په لومړیو لسو هیوادونو کې ځای لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه د کرنیزو حاصلاتو په برخه کې په اروپا کې په لومړۍ او په نړۍ کې په لومړیو لسو هیوادونو کې ځای لري. په ترکیه کې کرنیز حاصلات د ۹ میلیونو ټنو په ډیریدو سره ۱۲۶ میلیونو ټنو  په لوړیدو سره د جمهوریت په تاریخ کې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلي دي.

همداشان په ترکیه کې په ۲۰۲۰ کال کې د یواځې د غټو مالونو لکه غواګانو، غویانو او داسې نورو شمیره ۱۸ عشاریه ۲ میلیونو ته په رسیدو سره تر ټولو لوړې سویې ته رسیدلي دي. همداشان د کوچنیو مالونو لکه پسونو او چیلیو په څیر شمیره ۱۲ سلنې په لوړیدو سره ۵۴ عشاریه ۱ میلیونو ته رسیدلي دي.

د خبرترک ورځپاڼې « د فضا نه اخیستل شوي د وان جهیل انځورونه په سیالۍ کې نیمه فاینل ته لار وموندله » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا د هوايي او فضايي اژانس ناسا سازمان د ستور مزلو لخوا اخیستل شوي عسکونو سیالۍ جوړه شوې ده . پدې سیالۍ کې د وان جهیل عسکونه په سیالۍ کې نیمه فاینل ته لار موندلې ده .

 



اړوند خبرونه