د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې « ددینه وروسته به د ترکیې ډیټا پخپله په ترکیه کې پاتې کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ مانۍ د جیتل چارو رئیس علي طه قوچ وویل چې غواړو چې د ګوګل، امازون، فیسبوک، اپل او مایکروسافټ په څیر د تکنالوژۍ ستر شرکتونه په ترکیه کې هم جوړ کړو. هغه وویل چې زمونږ هدف د ترکیې ډیټا په ترکیه کې پاتې کیدل دي. دې هدف ته د رسیدو په خاطر په ترکیه کې د ځايي او ملي ټولنیزو رسنیو د شبکو، مسنجرونو او ویدیو کنفرانس اړوند د پروګرامونو د جوړولو په خاطر کار کوو.
د حریت ورځپاڼې « د ګرځندوی په سکتور کې انګلیس ګرځندویانو هیلې راژوندۍ کړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په انګلستان کې د مې د میاشتې د ۱۷ مې نیټې نه وروسته وګړو ته د بهرنیو سیاحتونو او سفرونو اجازه ورکړه. د ویلو ده چې ددې خبر سره سم د انګلیس ګرځندویانو لخوا په ترکیه کې د رخصتۍ د تیرولو په خاطر په ریزرویشنونو پيل شوی دی. د ترکیې د موغلا ولایت مارماریس، بودروم او فتیحیه ولسوالۍ د انګلیسانو ترټولو د خوښې د رخصتۍ سیمي دي.
ددې سیمو سیاحتي شرکتونو د ایسلنډ، شمالي ایرلنډ، ګالا او انګلستان په ګډون د لوی بریتانیا د نړۍوالو سیاحتي شرکتونو سره د همکاریو په خاطر په لیدونو کتنو پيل کړی دی.
د ینې شفق ورځپانې « د پراخه وبا ناروغۍ پر مهال یواځې د چین او ترکیې اقتصادونو وده کړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، نوي ډول کرونا ویروس د نړۍ اقتصاد د ډیرو جدي ستونزو سره لاس او ګریوان کړی دی. پداسې حال کې چې د نړۍ اقتصاد ۳ عشاریه ۵ یا څلور سلنه ودې اټکل شوی وو خو د نړۍ اقتصاد ۴ عشاریه ۳ سنله کوچنی شوی دی.
د ویلو ده چې پدې موده کې د نړۍ د پرمختللو او پرمختګ په حال کې د هیوادونو نه د جوړ د جي شل سازمان د غړیو په منځ کې یواځې چین او ترکیې اقتصادي پرمختګ کړی دی.
د سټار ورځپاڼې « بې پيلوټه ملي جنګي الوتکه به د غږ نه لا پسې چټکه وي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بیرقدار شرکت رئیس هالوک بیرقدار وویل چې زمونږ تر ټولو ستر او مهم هدف د اقنجي په وسلو سمبال تعرضي بې بيلوټه الوتکې نه وروسته د ترکیې بې پيلوټه جنګي الوتکې جوړل دي. هغه وویل چې د ترکیې د ملي بې پيلوټه جنګي الوتکې د طرحې او ډیزاین په مرحله کې قرار لرو. هغه وویل چې دا الوتکه به د غږ نه لا پسې چټکه وي.
د وطن ورځپاڼې « هالیود مشهور هنرمندانو د ایا صوفیا جومات نه لیدنه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د هالیود د سینما مشهور فلم جوړونکي او سناریست ګای ریچي چې د ترکیې د انتالیا په ولایت کې د پنځه سترګې په نامه د فلم په جوړولو مصروف دي استانبول ته د خپل سفر په ترڅ کې د ایا صوفیا جومات نه لیدنه وکړه. هغه د توپ کاپي تاریخي ماڼۍ نه هم لیدنه وکړه.
د هغه سره پدې سفر کې د هغه میرمنې او یو زیات شمیر امریکايي سینماګرانو ګډون کړی وو.