د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1587923
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان: امریکا باید پر ایران لګولي تحریمونه پایته ورسوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایران د ولسمشر حسن روحاني سره ټيلیفوني خبرې وکړې.

دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ په اقتصادي، ټرانسپورت، امنیت او یو زیات شمیر نورو مسئلو کې د ترکیې او ایران ترمنځه په همکارۍ او همکاریو د کچې د لا لوړولو په خاطر پر اوچتیدونکو ګامونو خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ترکیې او ایران ترمنځه د اړیکو د لا ودې او پیاوړو کولو په خاطر قوي اراده لري.

همداشان هیله څرګنده کړه چې د امریکا نوی حکومت پر ایران لګول شوي یو پلوي  ناحقه تحریمونه چې ددې هیواد د خلکو د رفاح او هوسا ژوند پر وړاندې یواځنۍ  خنډ دی هر څه ژر لرې کړي. همداشان ددې په هیله چې  پدې وروستیو ورځو کې د نوموړې مسئلې په اړه روانې خبرې او څرګندونې د نوو فرصتونو لپاره دروازې پرانیزي.

ولسمشر اردوغان وویل چې تر ټولو غوره او ښه لاره ټولې خواوې په یو ګډ او جامع کاري پلان پر سره په توافق رسیدل دي. همداشان ټولو ستونزو سره سره باید د ډیالوګ او مذاکراتو کانالونه پرانیستې وساتل شي.

د صباح ورځپاڼې « فخرالدین التون : د پ ک ک ترهګري سازمان لخوا ترسره شوي قتل عامونه به هیڅکله هم هیر نکړو او هیریدو ته به يي اجازه ورنکړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون د پ ک ک ترهګري سازمان لخوا د ترسره شوو قتل عامونو په اړه چې پدې وروستیو کې په د عراق په شمال کې د ګارا په سیمه کې یرغمل نیولي ۱۳ تنه بې ګناه انسانان پدې ډیره بې رحمانه توګه په قتل ورسول ویدیو  نشر کړه. التون ویلي دي چې د پ ک ک ترهګري سازمان د ۱۹۸۴ میلادي کال راهیسې په ترکیه کې ماشومان، ښځې، ځوان او زړو تر منځه د توپیر نه پرته  په زرګونو تنه بې ګناه ملکي وګړي په قتل رسولي او دې قتل عامونو ته اوس هم دوام ورکوي. هغه ویلي سره ددې چې ځینې برخې د پ ک ک ترهګري سازمان پدې قتل عامونو سترګې پټوي چې مونږ به دا قتل عامونه هیر نکړو او هیرولو ته به يي اجازه هم ورنکړو.

د وطن ورځپاڼې « د روسیې لخوا ترکیې سره په ګډه د اس ۴۰۰ د تولید په اړه څرګندونې» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې د پوځي تخنیکي همکاریو د ادارې مرستیال الکسي فرولکین د ترکیې سره په ګډه د اس ۴۰۰ دفاعي سیستم د تولید د مسئلې په اړه څرګندونې وکړې. هغه ویلي دي چې د ترکیې په یو زیات شمیر برخو کې د پوځي او تخنیکي همکاریو په اړه مذاکرات دوام لري.

د حریت ورځپاڼې « په ترکیه کې د بهرنیانو لخوا د مخامخو پانګه اچونو په اړه توقعات » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې په ځانګړې توګه په اقتصادي او حقوقي برخو کې د اصلاحاتو د راوستو سره تمه کیږي چې د مخامخو پانګه اچونو کچه د پام وړ لوړه شي. ددې اصلاحاتو سره به په ترکیه کې د موټرو سکتور، الکترونیک سامان آلاتو، تکنالوژۍ او لوجیستیک سکتور په اړه د بهرنیو پانګه اچونې جلب کړي.

د ویلو ده چې ددې اصلاحاتو سره به په ترکیه کې پانګه والو ته لا ښه فرصتونه برابر شي.

د سټار ورځپاڼې « په ترکیه کې د بیوډیزل انرژۍ سره کارکوونکی جنراتور تولید شو» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د جنراتورونو مشهور شرکت ارکن جنراتور په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره د بیوډیزل انرژۍ سره کارکوونکی جنراتور تولید کړ. د ویلو ده چې دا جنراتور سل په سلو کې د بیوډیزل انرژۍ سره کار کوي. بیوډیزل انرژۍ د حیواني او ګیاهي فاضله موادو نه ترلاسه کیږي.



اړوند خبرونه