د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1586895
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان د پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ولسمشر اردوغان تیره شپه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

په بیان کې راغلي دي چې دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزه اړیکو ترڅنګ د سیمې په وروستیو پرمختګونو او قره باغ په مسئلې خبرې او تبادل د نظر وکړ.

همداشان ولسمشر اردوغان د پوتین سره پدې ټیلیفوني خبرو کې په سوریه کې د روانو ستونزو د حل پر مسئلې ټینګار وکړ او وویل چې د لیبیا د سولې مسئله هم باید د لاسه ونکړو.

ولسمشر اردوغان په قره باغ کې د اوربند نه د ګډ څار مرکز د چارو د بریالیتوب نه هم یادونه وکړه او وویل چې په سیمه کې باید د تل پاتې اوربند په خاطر په ګډه کار وکړو.

د حریت ورځپاڼې « د ولسمشر مرستیال اوکتای: په ترکیې باور کوونکو پانګه والو تل ګټه کړې ده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای وویل چې پدې وروستیو میاشتو کې د بهر نه ترکیې ته د څه باندې ۱۵ میلیارده ډالره پانګه راداخل شوې ده . هغه وویل چې ترکیه د هیواد د اقتصاد او پانګه والۍ په اړه یو ډیر مهم حقوقي اصلاحات د لاس لاندې لري. په ترکیې اعتماد کوونکو پانګه والو تل ګټه کړې ده او ددینه وروسته به هم ګټې کولو ته دوام ورکړي.

د خبرترک ورځپاڼې « د ځايي موټر د تولید د فابریکې په اړه مهم پرمختګ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د ځايي او ملي موټر جوړولو شرکت ویلي دي چې  د ځايي موټر د تولید په خاطر د ترکیې د بورسا ولایت د ګیمیجک په ولسوالۍ کې د فابریکې په ساختماني چارو کار په چټکۍ سره دوام لري. د فابریکې  د موټرانو د رنګ، انرژۍ فرم جوړولو څانګو چارې او بڼسټیزو کارونه پایته رسیدلي دي.

د صباح ورځپاڼې « په ترکیه کې جوړ شوی ربوټ په دوبۍ کې په فعالیت پيل کوي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، په نړۍ کې د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ په نتیجه کې په نړۍ کې د ربوټ تکنالوژۍ ته اړتیا لا پسې ډیره شوې ده . پدې چوکاټ کې په استانبول کې د ډیلیوریز شرکت د ډیلیورۍ ربوټونه جوړ کړل. همداشان دا روبوټونه به په نږدې راتلوونکې کې د دوبۍ د سیلیکون وادي په توګه مشهور د انټرنټ سیټي په سیمه کې په فعالیت پيل وکړي.

د سټار ورځپاڼې « د ناسا لخوا د سالدا د جهیل د انځورونو خپریدل » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ناسا په مریخ کې د ژوند کولو د نښې او نښانو د پلټون پر مهال د ورته یو مینرال او جیولوژیک ساختار خاوند د بوردور ولایت د سالدا جهیل په اړه د ترسره کړو تحقیقاتو پایلې او انځورونه خپاره کړل.



اړوند خبرونه