د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1582330
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان ته د کرونا ویروس د واکسین دویم ډوز تطبیق شو» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کرونا ویروس دویم ډوز واکسین هم وکړ. ولسمشر اردوغان د واکسین نه وروسته د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې دادی نن د کرونا ویروس واکسین ډویم ډوز مو وکړ. انشاالله چې په ډیره لنډه موده کې به ټولو هیوادوالو ته د کرونا ویروس واکسین تطبیق شي.

د صباح ورځپاڼې « د بهرنیو چارو وزارت لخوا د امریکا پر خلاف ډیر سخت غبرګون » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په ترکیه کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان سره د اړیکو په تور بندي د عثمان قاوالا د خوشې کولو د غوښتنې په اړه د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ډیر سخت غبرګون وښود. ترکیې بهرنیو چارو وزارت ویاند حامي اقسوی د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند د څرګندونو په غبرګون کې وویل چې کوم دولت او شخص د ترکیې د محاکمو لخوا د روانې محاکمې بهیر په اړه د امر ورکولو حق او صلاحیت نه لري.

د حریت ورځپاڼې « فواد اوکتای : د قبرس د ستونزې یواځنی حل لاره د مساوي حقونو خاوند د دوو دولتونو رامنځته کیدل دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای د ترکیې او شمالي قبرس ترک جمهوریت تر منځه د ۲۰۲۱ کال د مالي پروتوکول په اړه د لیدونو په خاطر شمالی قبرس ترک جمهوریت ته سفر وکړ. هغه هلته په خپلو څرګندونو کې وویل چې د قبرس د ستونزې یواځنۍ ځل لاره دوه دولتونه دي.

د خبرترک ورځپاڼې « سږ کال دریم ستر مرکز يي په فعالیت پیل کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز وویل چې د ګازو د جریان د امنیت په برخه کې مو ډیر مهم ګامونه اوچت کړي دي. هغه وویل چې پدې چوکاټ کې مو دوه لامبو وهونکي ګازو د تصفیې ډیپوګان فعاله کړي وو چې د سږ کال په اوږدو کې به يي دریم هم فعاله کړو . د نوې ډیپو سره به په هیواد کې د ګازو پر بڼسټونو موجود بار یو اندازه کم کړو.

د ینې شفق ورځپاڼې « د فرانسې رسنۍ په زده کوونکو په وړیا توګه خوړو ویشونکي ترک په اړه خبرې کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د فرانسې د ریمز په ښار کې د ایل استانبول په نامه د یو کباب رستورانت خاوند یو تن ترک وګړی ماوزر تاش دیلان د اونۍ په مختلفو ورځو کې په مختلفو ساعتونو کې په سلګونو تنو زده کوونکو ته په وړیا توګه ډوډۍ ورکوي.

نوموړي ترک وګړي ویلي دي چې دا تصمیم يي د هغه زده کوونکو سره چې د روغتیايي بحران له امله د ستونزو سره مخامخ دي د مرستې په موخه نیولی دی.

د فرانسې یو زیات شمیر مهمو خبري رسنیو د ترکیې ددې سخاوتمند رستورانت خاوند ددې ستر سخاوت په اړه بحث کوي.

هره اونۍ په سلګونو تنه زده کوونکي پدې رستورانت کې په وړیا توګه ډوډوۍ خوري.



اړوند خبرونه