د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې « په ختیځه مدیترانه کې د ترکیې نه پرته هر تشبث په ناکامۍ محکوم دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان مرستیال فواد اوکتای وویل چې ترکیه په ختیځه مدیترانه کې د یونان سره د اختلافاتو د حل په خاطر د ډیپلوماسۍ له لارې د حل لارې د موندولو هلې ځلې کوي. هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې په مدیترانه کې د ترکیې پرته هر تشبث په ناکامۍ محکوم دی.
هغه وویل چې د ترکیې د اوروچ رئیس د انرژۍ د سروې او پلټنو تحقیقاتي کښتۍ په ختیځه مدیترانه کې د ټاکل شوي پروګرام په چوکاټ کې فعالیت کوي. ترکیې تر ننه پورې د هیدروکاربن د پلټون فعالیتونه د خپل واک لاندې په سیمه او د نړۍوالو حقوقو سره سم د حقانیت په چوکاټ کې پر مخ وړي او ددینه وروسته به هم په عینې شعور فعالیت ته دوام ورکړو.
د وطن ورځپاڼې « د ترکیې دفاع وزیر د خپل جرمني سیال سره د ختیځې مدیترانې په اړه خبرې وکړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د جرمني د دفاع وزیرې آنه ګرت کرامپ کارنباوئر سره د ټیلفون په کرښه خبرې وکړې. پدې لیدنه کې په سر کې د ختیځې مدیترانې پر پرمخګتونو ، دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایز امنیت او دفاعي مسئلو په اړه خبرې وکړې.
د صباح ورځپاڼې « چاوش اوغلو خپل الماني سیال ته وویل : د تبعیض او بهرنیو پر خلاف د دښمنۍ پر خلاف مبارزه په ګډه توګه د امکان وړ ده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د ۲۰۰۰ میلادي کال د سپټمبر په ۹ مه نیټه د جرمني د نورنبرګ په ښار کې وژل شوي انور شیمشک د تلین په ورځ د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس لخوا د ټویټر له لارې د تسلیت او غمشریکۍ د پيغام د خپرولو له امله ستاینه وکړه او وویل چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي ماس دا اقدام ستایو خو له بده مرغه چې د تیرو شلو کلونو راهیسې پدې هیواد کې ددې ډول بلاګانو بر خلاف مبارزه ډیره بریالۍ نه ښکاري. چاوش اوغلو ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د توکمپالۍ، تبعیض او بهرنیانو سره د دښمنۍ پر خلاف مبارزه په ګډه توګه د امکان وړ ده .
د حریت ورځپاڼې « په ۲۰۲۱ کال کې کیدای شي چې ترکیه ۵ سلنه اقتصادي وده وکړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق وویل د نوي ډول کرونا ویروس د ساري ناروغۍ د سرعت سره سم د ترکیې اقتصاد کیدای شي چې په ۲۰۲۱ کال کې پنځه سلنه وده وکړي. هغه وویل چې ټول نښې او نښانې دا ښايي چې د ترکیې بدې ورځې پایته رسیدلي دي او لا روښانه راتلوونکی د ترکیې انتظار باسي. هغه وویل چې کال په دویمه نیمايي برخه کې په چټکه توګه اقتصاد د ځان په راټولو پیل کړی دی.
د ینې شفق ورځپاڼې « ترکسات ۵ ای سپوږمه کۍ د روان کال په وروستیو کې فضا ته توغول کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه به د روان کال په وروستیو کې د ترکسات ۵ ای مصنوعني سپوږمه کۍ فضا ته وتوغوي.
د ترکسات ۵ ای سپوږمه کۍ د فعالیت د پیلولو سره به د ترکیې د نشراتو ساحه د ترکیې سربیره منځني ختیځ، اروپا، شمالي افریقا او سویلي افریقا ته هم وغځوي.
دا سپوږمه کۍ به د ترکیې د فعالو سپوږمه کیو څلورمه مخابراتي سپوږمه کۍ وي.