د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1477927
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان : د ترکیې دفاعي‌ صنایع د یوې عایداتي‌ منبع په توګه به پرمختګ ته دوام ورکړي‌‌ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل د ترکیې دفاعي صنایع د یوې عایداتي منبع په توګه ودې ته دوام ورکوي. ولسمشر اردوغان پرون د استانبول د توزلا په سیمه کې سمندري‌ ځواکونو ته د نوو جوړ شوو سیستمونو او کښتیو د تسلیمولو په مراسمو کې ګډون وکړ. ولسمشر اردوغان وویل هر هغه ملت چې د دفاعي صنایع په برخه کې  پیاوړی ‌ او خپلواکه نوي هغوي هیڅوخت د ډاډه او روښانه راتلوونکي‌ خاوندان کیدای نشي.

 

د سټار ورځپاڼې « دفاع وزیر اکار : د شین وطن د حق او منافعو نه دفاع کولو ته ژمن یو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي‌ دفاع وزیر خلوصي اکار وویل چې ترکیه او د ترک ملت امنیت ته ګواښ‌ جوړونکي‌ هیڅډول جوړښت ته او په شین وطن کې د حق او ګټو غضب کوونکي‌ هیڅډول تشبث ته به هیڅکله هم اجازه ورنکړو. پدې خبره باید هر سړی ډیر ښه پوه شي.

 

د صباح ورځپاڼې « د اوروچ رئیس د کښتۍ د دندې موده د اګست تر ۲۷ مې نیټې وغځول شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ختیځ مدیترانه کې د انرژۍ د سروې او څیړونو په فعالیت بوخته د اوروچ رئیس کښتۍ د دندې موده د اګست تر ۲۷ مې نیټې وغځول شوه. د ویلو ده چې ترکیې په سیمه کې ددې کښتۍ لپاره د اګست تر ۲۳ مې نیټې پورې سمندری خبرداری خپور کړی وو. ترکیې دا نیټه تر اګست ۲۷ مې نیټې وغځوله. د اوروچ رئیس کښتۍ په سیمه کې د انرژۍ سروې او تحقیقاتو چارې پر مخ وړي. په سیمه کې انرژي‌ لټوي.

 

د حریت ورځپاڼې « د څرمن د سکتور ۸۰۳ میلیونو ډالرو صادرات » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د استانبول د څرمن او څرمنو د توکو د صادراتو د ټولنې رئیس مصطفی شن اوجاق وویل چې د ۲۰۲۰ میلادي‌ کال د جنوري د لومړۍ او اګست تر ۱۸ مو نیټو ترمنځه په موده کې څرمن او د څرمنو توکو صادرات ۸۰۳ میلیونو ډالرو ته لوړ شوي دي. هغه وویل چې ترکیه د نړۍ ۲۰۰ هیودانو ته د څرمن او څرمنیزو توکو صادرات لري. تر ټولو زیات صادرات بیا جرمني، روسیې، ایټالیا، عراق، اسپانیا، فرانسه، انګلستان، هالنډ، رومانیا او امریکا متحده ایالتونو ته لري.

 

د وطن ورځپاڼې « د مصنوعي‌ سپوږمه کیو او فضا په اړه ستره غونډه : ترکیه به خپله فضايي ستراتیژي بیان کړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د مصنوعي‌ سپوږمه کیو او فضايي سکتور او شرکتونه  د سپټمبر په لومړۍ نيټه د دوو ورځو لپاره جوړیدونکي د ګلوبل سټلایټ او فضا نندارتون په پنځمه غونډه کې د  ګډون کوي. پدې غونډه کې به د فضايي چارو په برخه کې د نړۍ د لیډر هیوادونو ستراتیژیو، د تکنالوژۍ په وروستیو پرمختګونو او پدې برخه کې د ترکیې سیاستونه او ستراتیژي ټوله ته بیان شي.



اړوند خبرونه