د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « ترکیې د کووید ۱۹ ضد ۸ جلا جلا واکسین او ۱۰ ډوله جلا جلا درملو پروژې د لاس لاندې نیولي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کوجا ایلي ولایت د ګابزي په ولسوالۍ کې د ترکیې د علمي او تکنالوژۍ د څیړنیزې ادارې د تکاملي مرکزونو د پرانیستو په مراسمو کې وویل چې د ترکیې د علمي او تکنالوژۍ د څیړنیزې ادارې په مشرۍ د کووید ۱۹ پلاټ فورم د ۸ ډولونو واکسین او ۱۰ ډولونو درملو پروژې د لاس لاندې نیولي دي. هغه وویل چې د واکسین د چارو په ترڅ کې دوه ډوله واکسین په حیواناتو ازموینه په بریالیتوب سره سرته رسیدلي دي. ددې واکسینونو نه یو په انسانانو د ازمایښت په خاطر د کلنیکي ازمایښتونو کچې ته رسیدلي دي.
د حریت ورځپاڼې « د دفاع د وزیر مهمې څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار تیره ورځ د عراق سره په پوله کې وویل چې د پنجې د عملیاتو په چوکاټ کې تر ننه پورې ۸۳ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي. همداشان ددې عملیاتو په ترڅ کې یو زیات شمیر وسلې او مهمات د امنیتي ځواکونو لاسته غورځیدلي دي.
د وطن ورځپاڼې « وزیر ورانک : په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره په ترکیه کې تولید شوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د صنایع او تکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک تیره ورځ د کوجه ایلي ولایت د ګیبزي په ولسوالۍ کې د ترکیې د علمي او تکنالوژۍ د څیړنیزې ادارې د تکاملي مرکزونو د پرانیستو په مراسمو کې وویل چې ننه پورې دې ادارې ډیرې زیاتې مهمې پروژې سرته رسولي دي. د چټک تشخیص کیتونه د لومړي ځل لپاره په ترکیه کې تولید شول. چین هم مونږ ته مراجعه وکړه. چین غواړي دا ټکنالوژي زمونږ نه ټرانسفر کړي.
د خبرترک ورځپاڼې « د ترکېې د مدیترانې نه په ۷ میاشتو کې د ۳۶۸ میلیونو ډالرو موبل فرنیچر صادرات » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ختیځې مدیترانې د موبل فرنیچر، ګاغذ او ځنګلونو د چارو د صادراتو ټولنې وویل چې د روان کال په لومړنیو ۷ میاشتو کې ۳۶۸ میلیونه ډالره صادرات کړي دي. د یادې شوې ټولنې رئیس اونور کلچلر وویل چې د جولای په میاشت کې فرانسې ته زمونږ د صادراتو کچه سل په سلو کې ډیر شوي دي. همداشان جرمني صادرات ۶۰ سلنه او امریکا ته بیا صادرات ۶۸ سلنه لوړ شوي دي.
د سټار ورځپاڼې « ایخان جان ګون په بریتانیا کې ستر بری تر لاسه کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې مشهور موټر ځغلوونکي ایخان جان ګون، په انګلستان کې جوړو شوو د پورش سوپر کپ په سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ.
د ترکې د موټر ځغلونې د سپورت د فدراسیون لخوا د خپور شوي بیان له مخې د ځوانانو او سپورت وزارت او سپورت توتو په ملاتړ پدې سیالۍ کې ګډون کوونکي ملي موټر ځغلوونکي پدې سیالۍ کې لومړی مقام خپل کړ.